کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ:د جلريزو ولسوالۍ شورا جوړه شوه

ميدان وردګ:د جلريزو ولسوالۍ شورا جوړه شوه

په ميدان وردګ ولايت كې د جلريز ولسوالۍ محلي شورا جوړه شوه


نن د وږي په ۲۶ نيټه د ميدان ودرګ ولايت د جلريز محلي شورا د جوړيدو په موخه هغه غونډه كې چې دملي شورا، ولايتي شوراغړي ، قومي مشران  اوجهادي قوماندان د ميدان وردګ والي محمد حليم فدائي په بلنه رابلل شوې وه ، لوموړى دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي وينا وكړه او خلك يې  د حكومت سره د مرستې  او په كارونو كې مشورې ته راوبلل ، وروسته د سناتورۍ كبرا مصطفوي، ولسي جرګې غړې حاجي موسى هوتك او ولايتي شورا حضرت محمد جانان وينا وكړه او د ټول ولس څخه يې د ډاډمن امنيت او حكومت سره  مرستي ته راوبلل ، وروسته دجلريز ولسوالۍ ۲۰۰ تنو قومي مشرانو په خپلو منځنو كې ازاد انتخابات وكړل او (۲۵) تنه يې د نوموړى محلي شورا لپاره وټاكل چې وروسته د شورا له منځ څخه  غلام حضرت احمدي د شورا رييس په توګه،  محمد ضياء  دشورا مرستيال او عصمت الله   د شورا منشي په توګه وټاكل شول ،


ديادونې وړ ده چې په ميدان وردګ ولايت كې دا  (۸) اتمه محلي شورا ده چې په ولسواليو او مركز كې دولت سره په رسمي چوګاټ كې جوړيږي چې دغه اتو شوراګانو ټول ۲۵۰ غړي لري چې دسيمه ايزو ارګانونو لخوا ثبت او خپلو دندو ته چې په هر مياشت كې دوه ځلى غونډې كوي دوام وركوي ، د محلي شورا ګانو مهمې دندې دولس او حكومت ترمنځ اړيكوټينكول، دخلكو ستونزې او مشكلات ولايت  ته رسول، دامنيت او بيارغاونو پروژو په اړه د ولس په خوښه  تصميم نيول اوبلااخره د دولت او ولس ترمنځ دغه موجوده واټن كمول او ولس سره په كارونو كې سلاء مشورې كول او هغه دولتي چارواكو ته رسولو دندې په غاړه لري.