کور / تازه خبرونه / جارج بوش د ګل اغا شيرزي او ګلاب منګل ستاينه وکړه

جارج بوش د ګل اغا شيرزي او ګلاب منګل ستاينه وکړه

Gobernador de Kandahar, Gul Agha Sherzai


د امريکې جمهور ريس جارج ډبليو بوش په نړيواله کچه د مخدره توکيو د کښت کېلې د مخنيوي په اړه خپلو خبرو کي په ځانګړې ډول د ننګرهار ولايتي اداره د مخدره موادو سره د مخنيوي په اړه ستايلې ده ، ولسمشر بوش د هلمند ولايت والي ګلاب منګل هڅي هم وستايلې .



نوموړي وويل چي د ننګرهار ادارې وکولای سول په افغانستان کي د مخدره موادو دوهم نمبر توليدوونکی ولايت کي د مخدره موادو کښت د سيفر تر کچي راټيټ او په ټپه ودروي .

د يادوني وړ ده چي ګل اغا شيرزی په ولس کي د پراخ ملاتړ تر څنګ د نړيوالو د ملاتړ څخه هم برخمن دی ، دا خبره هغه مهال لا روښانه سوه کله چي څو مياشتي مخکي د امريکا ولسمشرۍ ته کانديد بارک اوباما د افغانستان د سفر پر مهال ننګرهار ته ولاړ او هلته يې له ګل اغا شيرزي سره ليده کاته وکړه .