کور / تازه خبرونه / خوست: د قومي اربيكو مشر ووژل شو

خوست: د قومي اربيكو مشر ووژل شو

ناڅرګندو وسله والو د خوست په عليشېرو ولسوالۍ کې د ځايي قومي اربکيو مشر وواژه.
د عليشېرو اوسېدونکي وايي، د شامحمود په نوم د ځايي اربکيو دغه مشر  د هغه پخيدونکي سړک ساتنه کوله، چې له ډېورېنډ کرښې سره نښلول کېږي او په دوو سراچه موټرونو کې ناستو وسله والو ورباندي ډزي وكړې او ځاى پر ځاى يې وواژه.
د عليشيرو ولسوال مجيب رحمان هم دا پېښه تاييدوي، خو نه يې څوك په تور نيول شوي او نه يې هم چا د وژنې مسؤوليت په غاړه اخېستى دى.