کور / تازه خبرونه / نامعلومو وسله والو يو ځوان وواژه

نامعلومو وسله والو يو ځوان وواژه

د خوست په باک ولسوالۍ کې ناڅرګندو کسانو يو ځوان د ټوپک په ګوليو ويشتى او وژلى دى.
د باك ولسوال سيداحمد وفا وايي نوموړي په خپله کومه دنده نه لرله، خو نور دوه وروڼه يې په کمپاين، يا له ناټو ځواکونو سره د ځانګړو افغان ځواکونو سرتيري وو.
که څه هم چارواکي دا وړ وژنې د تل په څېر د خپلو مخالفو وسله والو طالبانو کار بولي، خو هغوى په دې اړه څه نه دي ويلي.