کور / تازه خبرونه / خوست: د ناټو او پوليسو پر كاروان چاودنه شوې

خوست: د ناټو او پوليسو پر كاروان چاودنه شوې

د خوست په صبريو ولسوالۍ كې د پوليسو او ناټو ځواكونو د ګزمې په موټرونو پسې بمي چاودنې شوې.
طالبان وايي په دواړو پېښو كې يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې، ځايي چارواكي پوليسو ته زيان اوښتل مني او ناټو وايي، چې د دوى ځواكونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پوليسو په رېنجر موټر پسې د بم چاودنې پېښه نن ماسپښين، د صبريو ولسوالۍ مكتب ښارګوټي ته نېږدې شوې. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې پېښه كې يې ټول سپاره پوليس وژلي دي، خو د سيمې ولسوال ګل قاسم جهاد يار پېښه مني او وايي، چې څلور پوليس پكې ټپيان شوي دي.
بل خوا وسله والو طالبانو په همدې صبريو ولسوالۍ كې د ناټو ځواكونو په پوځي كتار پسې د بمي چاودنو او هغوى ته د ګڼې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا كړې.
په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې يوه چاودنه يې په ځواكونو پسې شوې، خو مرګ ژوبله يې نه ده ور اړولې.
تېره ورځ هم طالبانو په همدې سيمه كې د ناټو په دريو موټرونو پسې د بمي چاودنو ادعا كړې وه، خو ناټو ويل، چې ځاى پر ځاى شوي بمونه يې ناكاره كړي دي.
له باګرامه په خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي وو، چې په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو يو سرتېرى وژل شوى، خو د علت او ولايت په اړه يې څه نه وو ويل شوي.