کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ:۱۲۱ تنو ملي پوليسو مسلکي زده کړي وکړې

ميدان وردګ:۱۲۱ تنو ملي پوليسو مسلکي زده کړي وکړې

۱۲۱ تنه ملي پوليس د مسلکي زده کړو د تربشپړېدو وروسته بيرته خپلو دندو ته ستانه سول ، دا خبر د ميدان وردګ ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي خپور سوی دی . خبرپاڼه ليکي چي د ميدان وردګ د مرکزي قرارګا او نرخ ولسوالۍ ۱۲۱ پوليسو ته مسلکي زده کړي په ننګرهار ولايت کي ورکړه شوې او نن بيرته خپلو دندو ته راستانه شول . د يادوني وړ ده چي د ميدان وردګ ولايت څخه د تېر يوه کال راهيسي وخت ناوخت دنا امنۍ رپورټونه ورکول کېږي ، په دې ولايت کي وروستۍ پېښه پرون هغه مهال رامنځته سوه کله چي غزني د امنيې قومندان پر موټرانو دسيداباد په سيمه کي د کابل کندهار پر لويه ترسره سو چي وروسته  ناټو د هوايي ځواک په مټ په سيمه کي د ۱۰ تنوبريدکوونکو د وژلو خبر ورکړ .