کور / علمي / مولاناخادم او نشنليزم

مولاناخادم او نشنليزم

نشنلیزم Nationalism یا ملت پالنه د یوې سیاسي مفکورې په توګه د یوه ملت د تشخص، پرمختګ او پر ځان متکي کیدو لپاره د یوه سیاسي تمایل ترڅنګ یو فردي او رواني تمایل هم دی، یعنې دا یوازې سیاسي مفکوره نه بلکې یوه رواني غریزه هم ده. دغه رواني غریزه هغه مهال د یوې سیاسي مفکورې په بڼه را څرګندېږی چې د سیاست پوهنې، ټولنپوهنې او ولسپوهنې له معیارونو سره سم په ځانګړو چوکاټونو، کړنلارو او منظمو خوځښتونو کې ځای شي. فرد له ځانه سره مینه لري له کورنۍ سره د تړلو مزي ټینګوی ځکه د ځان تر ټولو نږدې اړیکې یې له دوی سره وي د روحي تړون دغه اړیکه په مخروطي بڼه له ځانه پیل بیا کورنۍ قوم او بلاخره ملت ته پراخېږي، زه غواړم ووایم چې له خپل ملت او ولس سره مېنه سیاسي نه بلکه رواني تنده ده. د تیرو دېرشو کلونو په اوږدو کې سرو- شنو انقلابونو د ډېرو افغاني او ملي ارزښتونو ترڅنګ د افغانانو دغه روحي تنده او غریزه هم وځپله او زموږ د افغاني نشنلیزم هغه محرکه قوه چې د هېواد د ودانۍ او د ملت د سوکالۍ د حل لاره کېدای شوه په دې او هغه نامه تر برید لاندې راغله. انقلابونو ډېر ښه او محبوب نومونه او اصطلاحات وسولول او بدنامه یې کړل، انقلاب، ګوند، آزادي، سوله، پوهاند، پروفیسور، رهبر، دیموکراسي، تنظیم او بېلا بېل ایزمونه ځینې هغه اصطلاحات و چې تر سیورو لاندې یې جنایتونه وشول او اوس یې حتی یادول زموږ د بیچاره خلکو خوا راګرځوي. یو له همداسې بدقستمه اصطلاحاتو څخه نشنلیزم یا ملتپالنه هم وه، چې کله ارتجاعی او کپیټالیستي تمایل او کله کله د کفر او غیر اسلامي تمایل په نامه وځپل شوه حال دا چې له خپل ملت او خلکو سره مېنه او د ملت د سوکالۍ او هوسایینې لپاره هلې ځلې نه ارتجاعی عمل و او نه هم کفري او غیر اسلامي کار. د خپل هېواد، ملت او خلکو قدر هغه وخت زیاد شو چې افغان سرګردانه مهاجر په هر اسلامي او غیر اسلامي هېواد کې روحاً وځپل شول، وشړل شول، خوار او فقیر د پردیو په دروازو کې ودرېدل او ایله په دې وپوهېدل چې خپل هویت څومره ارزښت لري، ددې وطن هر اوسیدونکی له ملکه بهر اول افغان دی بیا احمد یا محمود اود کلبي یا مقصود زوی. ښه نو چې داسې ده، د ملت پالنې غریزه هغه څه ده چې د ملت جوړونې او هېواد جوړونې لومړۍ خښته یې ګڼلی شو. او دا هغه څه ده چې ترسرو او شنو انقلابونو ډېر پخوا زموږ یو سترګور، ویښ او متبحر دیني عالم ارواښاد مولانا قیام الدین خادم ورته متوجه شوی و. عجیبه داده، چې پر ملت پالنې معتقد ډېر افغان مشران له آره دیني عالمان وو، له پینځو ستورو یې راونیسه تر استاد عبدالله خدمتګار بختاني پورې چې لوی خدای «ج» دې تر ډېره راته ژوندی لري. زموږ په مشرانو کې استاد خادم هغه څوک دی چې نه یوازې پخپله یو عملي ملت پال شخصیت و بلکې د ملت پالنې یا نشنلیزم پر تیوري او علمي اړخونو، پېژندنه او څېړنه یې کار هم کړی او دغه تمایل یې افغانانو ته ور معرفي کړی هم و. ارواښاد استاد خادم په خپله یوه لیکنه « د ملیت علمي تشریح» کې پر ملیت او بین الملیت باندې بحث کوي او د هغه مهال په فکري چاپېریال کې ددغو اصطلاحاتو تعریف لټوي،استاد یو ځای لیکي: « د شملې پیړۍ په ابتدا کې لومړی ځل د ملت پرستۍ پلوشې وطن ته راولویدې. د ملت پرستي رڼا د افکارو تنویر د وطن میدان ته راووت. تعلیم او تربیه، نشریات او تبلیغات ورو ورو شروع شول . . . د قوم پرستۍ بنا د ملت پرستۍ خواته توسعه ومیندله تر څو چې لومړی ځل د ملت پرورۍ عالي او مقدس روح د استقلال په جنګ کې مجسم تبارز وکړ» « ۴۵۱-۱». په پورته کرښو کې هغه باور له ورایه لیدای شو چې استاد خادم یې پر افغاني نشنلیزم او د هغه پر نتایجو لري. استاد د نشنلیزم یا ملت پالنې پر اغیز غږېږي او نتیجه اخلي چې که د افغان ولس د افغانیت مېنه او حب نه وای دغه ملت به څنګه تر نورو ولسونو وړاندې خپل استقلال ګټلای وای. بل ځای د یوه نشنلیست انسان ځانګړنې داسې شماري : « ملت پرور د ملي سعادت او لوړتیا په مخه کې د وطن د ارتقا او برم په لار کې له کور، کلي او قوم څخه تېروي، ملي ګټې ته له هرې یوې بلې ګټې نه ترجیح ورکوي. دا حس چا کې نه شي پیدا کېدای، تر څو چې پوه نه شي، سترګې یې خلاصې نه شي په خپل او د جهان په احوال خبر نه شي.» او دا کټ مټ هماغه حس دی چې نن ورته د آب حیات په څېر اړتیا شته د سرو او شنو انقلابونو په بهیر کې شخصي، ګوندي او ډله ییزې ګټې دومره مهمې وی چې افغانستان خو پرېږده حتی د انسانیت او اسلامیت آرونه هم هېر شول د وطن چور او ورانول ځکه مباح ګڼل کېدل چې په سیاستبازانو کې د ملت او وطن د مېنې حس نه و. هر چا خپله ګټه لټوله او ددې لپاره یې د افغان وینه داسې اسانه بهوله لکه د خوړ اوبه. ددې لیکنې هدف دادی چې د نشنلیزم په اړه د مولانا خادم نسخه همدا نن هم او سبا ته هم ددې ملت رنځ دوا کولای شي. اول دا چې که خدای مکړه نشنلیزم د کفر معادل وای نو ولې د مولانا خادم په څېر ګڼ دیني عالمان او روحانیون پرې معتقد وو؟ دوهم دا چې د استاد خادم په څېر افغانستان دوسته او افغان دوسته شخصیتونو کې د نشنلیزم د حس قوت ډېر طبیعي و، نه سیاسي. هغه مهال د ایډیولوژیو دیکته او تحمیل لا رواج نه و، د استاد خادم د سیاسي مفکورې او تمایل روزنه هغه پخپله کړې وه، هغه ډېر فکر کړی و چې د وطن او ملت د ژغورنې لاره کومه ده؟ او بلاخره دې باور ته رسېدلی و چې اول دې له وطن او ملت سره مېنه تعریف کړي او بیا دې په ټولو افغانانو کې وروزي. ښايي استاد خادم او د هغه همزولی روڼ انده نسل د لومړي ځل لپاره متوجه شول چې یوازې په ادبیاتو او سندرو کې د وطن دوستۍ او وطن پرستۍ چیغې سورې کفایت نه کوي بلکې افغانان باید عملاً خپله وطن پالنه او ملت پالنه زبات کړي. په اوسنۍ نړۍ کې په دې اړه د قضاوت معیار بدل شوی دی، تاسو نړیوالو ته یوازې په شعارونو او ترانو کې ځان ملت پال او وطن دوست نه شئ ثابتولی بلکې اوس د هر ملت لپاره د وطن دوستۍ معیار د هغه ملت د آبادۍ، پرمختګ، رفاه او نړیوال اعتبار سطح ده که یو هېواد ډېر آباد او پرمختللی وي نو ملت یې وطن دوسته دی او که یو هېواد وران، ویجاړ وروسته پاتې او فقیر وي نو ملت یې وطن دوست نه شي ګڼل کېدای، ولاو که هر څومره یې په شعرونو او سندرو کې د وطن دوستۍ ډبرې پر سینه وهلې وي. لوی کار د همدغې مفکورې تعمیم دی. پنځه واړه ستوري په تېره بیا استاد خادم، استاد الفت او استاد بېنوا هغه مشران دي چې پخپلو خوږو نثرونو او لیکنو کې یې دې اصل ته پام کړی دی. د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایې کې که څه هم د افغانستان سیاسي وضعیت ثبات درلوده خو عامه شعور او اجتماعي پوهه خوار ټیټ وو، د بې سوادۍ کچه لوړه وه اقتصاد کمزوری و او خلک له سیاسي – ټولنیز فرهنګ سره ډېر نه وو آشنا له همدې امله د نشنلیزم په څېر اصطلاحات خلکو ته ناآشنا وو. د استاد خادم په څېر منلو پوهانو او لیکوالو ته ډېر کار په کار و چې دغه اجتماعي ارزښتونه معرفي کړي، استاد خادم او د هغو همزولو لیکوالو یو امکان درلوده او هغه دا چې د خپل اجتماعي موقف، دیني پوهې او ولسي شخصیتونو له برکته په عامو خلکو کې منلي وو، او د هېڅ ډول بهرني سیاسي ایزم ټاپه نه وه پرې لګېدلې او خلکو پرې باور کاوه. استاد خادم څنګه نشنلیزم خلکو ته ورپېژانده؟ عجیبه ده، د اجتماعي اصطلاحاتو پېژندنه ځانګړي میتودونه لري او استاد خادم هغه مهال پردې میتودونو پوهېده په نړۍ کې د نورو موډلونو معرفي او بېلګه یې شننه ددغه کار یوه برخه ده استاد خادم پخپله یوه لیکنه کې چې د ملییت حس نومیږي د نشنلیزم موډلونه معرفي کوي. استاد د امریکا، هندوستان، پښتونستان او نورو ملتونو مثالونه معرفي کوي او د خپلې لیکنې په پای کې داسې نتیجه اخلي :« دا طبیعي ده چې د بشر یو فرد هغې ژبې سره علاقه او محبت لري چې هغه یې مورنۍ ژبه وي او همدا ژبه له ټولو ژبو څخه مرجحه ګڼي او هغه وخت ځان مسعود او نیک بخت ویني چې خپل قومي غرور د تاریخ په پاڼو کې ملاحظه کړي. ملیت په هر نسل کې خپل موجودیت ساتي او په یوه ځلانده څېره سره ظهور کوي.» په نوې ارواپوهنه کې له فردي ارواپوهنې ورها خوا یوه اصطلاح شته چې قومي ارواپوهنه یې بولي، قومي ارواپوهنه د هغو ګډو ارکیټیپونو مجموعه ده چې له ارثی پلوه له یوه نسل څخه بل ته لېږدي او آن په فردي تحت الشعور کې یوه لویه برخه جوړوي، فردي شخصیت د ودې په بهېر کې په کلکه د لاشعور له دغو رسوبي خاطراتو څخه اغیز مني. له کورنۍ، مورنۍ ژبې، قومي جوړښت، نژاد، ملت او هېواد سره مېنه مخامخ په همدغو ارثی اخیستنو پورې اړه لري.تاسو د کارل ګوستاویونګ په بحثونو کې د کلتوري او قومي ارزښتونو د انتقال او د قومي تمایل د رواني اړخونو ګڼ شمېر مثالونه کتلای شي ځکه خو موږ ددې کرښو په پیل کې یاده کړه چې نشنلیسی تمایل غریزي او رواني بنسټ لري، زموږ استاد خادم کلونه کلونه پخوا دې ته متوجه شوی و، د استاد دغه کرښې ولولئ. « که څه هم ځینې مورخان او فلاسفه د ملیت او نشنالیزم مفکورې سره مخالف دي او په امحا کې یې زیار باسي خو سره ددې دوی نه شي موفق کېدلی چې د ملیت حس له منځه یوسي. ځکه چې دا کار د افرادو په ذاتي تمایلاتو متکي دی او لکه څنګه چې خلک د خپل موروثي هېواد «مسقط الراءس» سره بې دلیله محبت او علاقه لري. همدارنګه یې د خپل ملیت سره هم لري نو په دې لحاظ ویلی شو چې ددې مفکورې په ضد هر رنګ مقابله کول تاثیر نه شي کولای». هېره دې نه وي چې له خپل ملت سره مېنه او خپل ولس او هېواد ته کار هېڅکله د بل ملت او هېواد یا قوم پر ضد ګام اخیستل نه دي. د نړیوال کېدو یا (Globalization) په عصر کې هم ملتونو خپل جوړښت ساتلی، د اروپا په لویه وچه کې چې اوس د یوه هېواد په څېر سره یو ځای شوې ده فرانسوي پر خپل فرانسوي توب نازېږي او جرمن پر خپل جرمنوالي ویاړي، ملت ملت دی، له ملت سره همدا لیونۍ مېنه وه چې له نړیوالې جګړې څخه را وتلې ټوټه ټوټه او ویجاړه جرمني یې ډېر ژر د اروپا په لومړي اقتصادي ځواک بدله کړه. افغانستان هم له جګړې څخه راوتلی، د نړیوالې ټولنې د مرستو د میلیونونو ډالرو بهېر هم ورته را روان دی خو لا هم نه جوړېږی، ځکه موږ له خپل ملت سره مېنه نه لرو او د نشنلیزم حس مو کمزوری دی. که څوک دا بهانه کوي چې موږ خو بهرنیان نه پرېږدي چې جوړ شو، دا «عذر بدتر از ګناه» ده ځکه ولې بهرنیانو ته اجازه ورکوو چې موږ له آبادۍ څخه منع کړي او یو بل را باندې ووژني، موږ که پر هېواد او ملت مین وای او د هر سیاسي حرکت هدف مو د افغانستان او افغان هوسایینه او آبادي وای بیا خو بهرنیو دا لوبې نه شوې را باندې کولای. نشنلیزم له بل سره دښمني نه بلکې د ځان آبادي ده. د نشنلیزم بل منطق دادی چې تر هغو ټول قوم نیکمرغه نه شي فردي نیکمرغي ناممکنه ده. تاسو به ښکلی کور ولرﺉ، په ښکلي موټر کې به ګرځئ، په بانک کې به ډېرې پیسې ولرﺉ خو همدا چې ښار ته راووځئ او د سوالګرو کتار وګورﺉ نو وجدان به مو وځورېږي چې د ښار سړک ویجاړوي نو ستاسو ښکلي موټر ته به تاوان ورسوي او ستاسو ښکلې جامې به په خټو شي، خاورې به تنفس کړﺉ او په یوه ویجاړ روغتون کې به مو علاج ونه شي. داپه دې مانا چې فردي نیکمرغي هم په ملی نیکمرغي کې نغښتې ده او د ملي نیکمرغۍ د رامنځته کېدو لپاره هاند او هڅې د نشنلیزم او ملت پالنې د روحيې پر اساس رامنځته کېږي هغوی چې په سروشنو انقلابونو کې ځانونه وپړسول او نړیوال بانکونه یې له خپلو پیسو ډک کړل دغه اصل ته نه دي متوجه شوي، چې تر څو یې خلک نه وي نیکمرغه شوي دوی او کورنۍ یې نه شي نیکمرغه کېدای، او دادی د افغاني نشنلیزم حکم. له پورتني بحث څخه داسې پایله اخلو : استاد خادم د یوه متبحر دیني عالم په توګه نشنلیزم را پېژنده او د ملتونو د نیکمرغۍ او رفا لپاره یې د هڅو معنوي سرچینه ګڼله، استاد باور درلوده چې هېوادونه یوازې د دوستۍ په شعارونو نه بلکې له ملت او هېواد سره د کلک محبت او مینې پر اساس د عملي هلو ځلو په پایله کې ودانېږی. ملت پالنه کومه را تپل شوې سیاسي ایډیولوژي نه بلکې په افرادو کې یو ذاتي تمایل او رواني ځواک دی. ځکه خو انسان فطري ملت پال او هېواد دوست وي. اوس چې افغانستان له ملي پلوه ډېرې ستونزې لري او خدای مکړه بیړۍ یې ډوبه ده، یو ځل بیا ډېرو ملي مرشدانو ته اړتیا لرو چې د استاد خادم په څېر را پاڅېږي، په قلم، قدم او درهم ملت راویښ کړي، رالوییدونکی نسل په دې وپوهوي، چې دوی هم یو هېواد لري چې افغانستان نومېږي، دوی هم یو ملت لري چې افغان ورته وايي او دوی باید د افغاني نشنلیزم پر ګاڼه سینګار د ودانۍ معرکې ته ور ګډ شي. افغان نسل ته په تېر تاریخ تش ویاړونه روزي نه ورکوي او په ادبیاتو او سندرو کې د ملت پالنې او هېواد دوستۍ شعارونه کافي نه دي بلکې د افغاني ملت پالنې پر روحیه سمبال نسل باید یو شمېر داسې عملي میکانیزمونه رامنځ ته کړي چې د هغو پر اساس وران افغانستان ودان او ځوریدلی ملت هوسا شي. ودان دې وي افغانستان