کرزى صاحب بياهم په تمه يې !؟ ( د نعمان دوست ليکنه)
د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته شاوخوا يو کال پاتې دى ، د حامد کرزي له خبرو داسې ښکاري چې بياهم ددغه ميدان ګټلو ته اميدواره دى .
حامد کرزى ، د ولس رايو ولسمشر کړ ، دغه ولس چې ټول عمر د زورواکانو له خوا کړيدلى و ، کرزي يې د نجات فرشته وباله خپلې رايې ، يې ورکړې او د واک پر څوکۍ يې کيناوه .
په تېرو ټاکنو کې د کرزي پروړاندې مهم سيالان محمد محقق ، يونس قانوني او جنرال عبدالرشيد دوستم وو.
کرزي ، په دې خاطر چې ددغو قومونو ملاتړ هم ترلاسه کړي ، په خپل قوم يې سترګې خوږې نه شوې احمد ضياء مسعود او کريم خليلي يې خپل مرستيالان وټاکل .
خو د انتخاباتو پايلو وښوده چې کرزي په پنجشير او باميانو او ځينو نورو شمالي ولايتونو کې د قانوني ، دوستم او محقق پر وړاندې پوره پاتې راغى خو د پښتنو بې شمېره رايو دغه تشه ډکه کړه .
پښتانه که څه هم دې ته تيار نه وو چې خپلې ميرمنې ، خويندې او ميندې له کوره وباسي خو په غيرت کې راغلل د کرزي پاتې راتلل يې ونه شو زغملى ، په سړه هوا کې نارينه او ښځينه راووتل ، کرزي ته يې رايې ورکړې او هغه يې تر ارګه ورسوه .
خو دادى نن هماغه پښتانه د همدغه ولسمشر په واکمنۍ کې د څو کسانو له ويرې د تخار په خواجه بهاوالدين زندان کې له نږدې يوې مياشتې راهيسې پراته دي .
دوى خوراک څښاک ته پوره لاس رسى نه لري ، له زاړه او خړ محبسه خپلو مېنو ، شنو کروندو او باغونو ته ګوري چې ځايي ازبکان او زورور په کې چنګ بريتونه ګرځي .
دوى د روژې مبارکې مياشتې د رحمت لس ورځې په غضب کې تېرې کړې او دادې د مغفرت ورځې په مشقت کې تېروي .
اختر به هم راشي ، د کليوالو ماشومان به ښايسته کالي واغوندي ، يوبل کره به لاړ شي خو ددوى ماشومان به په ډکو سترګو يوبل ته ګوري هيڅوک به دې زندان ته زړه ښه نه کړي او دوى ته به مبارکي ورنه کړي .
کرزى صاحب !
لکه څنګه چې ستا ولس په تېرو ټاکنو کې ستا ملاوتړله ، دغه ولس اوس په تخار کې د برمته پښتنو ملا هم تړي ، د هغوى درد خپل درد ګڼي او که نور هيڅ واک نه لري نو د خپلې رايې د کارونې واک خو لري .
کرزى صاحب !
شايد تاسو د کمپاين په ورځو کې بيا خلکو سره غوړې – غوړې وعدې وکړئ او د هغوى رايو ته په تمه اوسئ خو که په تخار کې له مظلومو پښتنو سره همدا حال روان وي نو څه فکر کوئ تمه به مو په ځاى وي ؟؟؟