کور / تازه خبرونه / عبدالجبار نعيمي: په غره کي هم د ولس خدمت ته تيار يم

عبدالجبار نعيمي: په غره کي هم د ولس خدمت ته تيار يم


د ميدان وردګو پخواني والي عبدالجبار نعيمي له خلکوڅخه له  دولت سره مرسته  وغوښته

د ميدان وردګو پخواني والي عبدالجبار نعيمي له خلکوڅخه له  دولت سره مرسته  او له دولت او نړيوالې ټولنې څخه امنيتي  وضعيت، دبيارغونې بهير او دولايتي چارواکيو ستونزو  ته پاملرنه وغوښته .
عبدالجبار نعيمي چې نن  ( دوږي په ٢٦ مه )يې  په کابل کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته ويناکوله وويل چې  دانظام  دځينو کوچنيو نيمګړتياوو سره ډېر ې لاسته راوړنې  هم لري ، ده دافغانستان اساسي قانون ، ملي حاکميت،  دولس په خوښه ټاکل شوې ملي شورى   ،د ولس داستازو په باور رامنځته شوې کابينه ،دولس لخواټاکل شوى ولسمشر،  دزرګونو کيلومترو سړکونو پخول، د ګڼو دولتي اوشخصي ودانيو، ښوونځيو روغتونونو جوړول  ددې دولت دلاسته راوړنو بېلګې وبللې .
نعيمي وويل چې په اداره کې په نيمګړتياوو ستر ګې  پټول به بې انصافي وي خوغوښتنه يې وکړه چې ددې ادارې دله منځه وړلو پرځاى  دې چې بيابه  ددې وطن له بربادۍ  پرته بله پايله ونلري ددې هېواد دپرمختګ او ددې موجود نظام  دپياوړتيا لپاره کار شي .
نعيمي په نننۍ ناسته کې په ميدان وردګوکې دخپلې څه باندې درې کلنۍ واکمنۍ فعاليتونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې  دبيارغونې ډېرې پروژې يې ددولت په بوديجه نه ،بلکې دنړيوالې ټولنې په مرسته بشپړې کړي دي  .
ده وويل چې ترڅو حکومت دولس ملاتړ خپل نکړي  نوبريا يې ناشونې ده  نعيمي زياته کړه چې  ده دخپلې واکمنۍ په موده کې  په مرکز او بېلابېلو ولسواليو او کليو کې له ولس سره شاوخوا ٣٠٠ مشورتي ناستې لرلې دي .
نعيمي دملي وحدت په ټينګښت او د ولس او په ځانګړې توګه دځوانانو ترمنځ  دملي روحيې په پاللو  تاکيد وکړ.
نعيمي وويل چې ده په خورا مينه کارکاوه  او هرکله چې دناارامۍ لمن دميدان وردګو په شمول مرکزي ولاياتو ته راورسېده  نودمرکزي ولاياتو(کابل ، لوګر،غزني، اوميدان و ردګو)واليانو ديوې ګډې ناستې په ترڅ کې دولت او په ځانګړې توګه درې واړو  امنيتي ادارو ته يوګډ پيشنهاد وليکه چې په هماغه وخت کې دخپرونو له لارې خپور هم شو.
دنعيمي په وينا، پدې وړ انديز کې    له دولت څخه  د ملي پوليسوږ ملي اردو، دارتباطي تخنيکي وسايلو دبيارغونې  او متوازن انکشاف  له مرکزسره ددې څلورور ولاياتو لپاره دهماهنګۍ د فضارامنځته کول  او ځينې نورې غوښتنې شوې  وې .
نعيمي وويل : ((دولت ته مو  په ګوته کړې وه  چې که داغوښتنې ونه منل شي نو داشونې ده چې ناامني به  ددې ولاياتو سربېره مرکز ( کابل  )هم  وګواښي   او دا يوڅرګند حقيقت  ووخو له بده مرغه چې زموږ له بيا  بيا تعقيب سره هم چا دې وړانديزونو ته  غوږ ونه ونيوه ))
دده دخپلې استعفا دلامل په اړه : ((داوړانديزونه چاونه منل  اومادااحساس کړه چې له امکاناتو ، دملي اردو ، ملي پوليسو ا وددولت له همکارۍ پرته دلته کار نشم کولى نومناسبه مې وګڼله چې داڅوکئ يوبل چاته پرېږدم   هماغه وو چې خپله استعفامې ولسمشر ته وړاندې کړه .))
نعيمي زياته کړه چې جګړه دحل لارنده  او په هره برخه کې بايد له ولس سره تفاهم وشي .
ده وويل چې سره لدې چې  له رسمي کاره يې  استعفاکړې ده  خو اوس هم په کرار ناست نه دى له نظام سره همکاره دى اوهره ورځ له چارواکيو سره خپلې مشورې او نظر شريکوي .
 ده پژواک خبري اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې چې که دولت تا په بل ځاى کې وګوماري نو ايا دندې ته چمتو يې؟ ده وويل :(( زه ددې ولس خدمتګار يم که په غره کې هم خپل ولس ته  ګټور تمامېږم   او خپل هېواد او ولس ته خدمت وکولى شم  نو ورته چمتو يم  خو په هغه صورت کې  چې هلته  هرچاته له خپل کاري لايحې  او وجيبې سره واک ورکړل شي او دخدمت اړين شرائط ورته برابر کړل شي .))
نعيمي په دولت  او نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې ولايتي  ادارې دې تقويه ،  ولايتي چارواکيو ته  دې ددوى له کاري  لايحوسره سم واک ورکړي .
 ده ټينګار وکړ چې له امنيتي ځواکونو پرته هېڅ کار هم نه کېږي. ده پردولت غږ وکړ چې ولاياتو ته دې ډېر اردواوپوليس ورکړي  او پوره  پام دې ورته  وکړي .