کور / تازه خبرونه / پكتيا: د ناټو څلور سرتېري وژل شوې دي

پكتيا: د ناټو څلور سرتېري وژل شوې دي

په پکتيا کې د ناټو څلور سرتيري په يوه چاودنه کې وژل شوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د پکتيا ولايت په وزي ځدراڼو ولسوالۍ کې يې د ناټو ځواکونو يو موټر په بم الوځولى او پکې سپاره سرتيري يې وژلي دي.
په جنوب ختيځو ولايتونو کي د ناټو مطبوعاتي دفتر پېښه تاييدوي او وايي چې څلور ناټو سرتيري او يو افغان کارکوونکى وژل شوي دي. 
که څه هم د بهرنيو سرتېرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په دې سيمو کې مېشت بهرنيان امريکايي سرتيري دي.