کور / تازه خبرونه / د امریکا پر سفارت حمله : ۱۶کسه ووژل سول

د امریکا پر سفارت حمله : ۱۶کسه ووژل سول

اسوشیټیډ پریس د یمن د مرکز صنعا څخه خبر ور کوي چی نن د امریکا پر سفارت څو وسلوالو کسانو حمله وکړه چی پدې حمله کی د ۶حمله کونکو په شمول ۱۶ کسه ووژل سول او ۲۰کسان هم زخمیان سوي دي . اکثریت امنیتی کسان او ملکی خلک دي خو د سفارت دننه امریکایانو ته څه زیان نه دﺉ رسېدلی . خبر وایی چی لومړی یو ځان وژونکي خپل موټر په دروازه کی وچاوداوه او وروسته نورو مسلسلي ضربې او د راکټونو حملې پیل کړې . د یمن د اسلامی جهاد سازمان د دې حملو مسؤلیت قبول کړﺉ دﺉ . تر اوسه پوره جزییات لا نه دي ورکول سوي .