زنداني ناره

د لراوبر اداره | سپتمبر 17th, 2008



لکه  محشر  مینه شوه هیره ځانځاني شوه
زمونږه  چم  کې چې  دوینو آرزاني شوه
 
ستا تنکۍ دګل په څیر شونډې شوې وچې
په  ما  تیره  په  بیدیا  شپه  بارا ني  شوه
 
تا  چې  مخ  راځیني  واړوه   تورتم  شو
د  سپرلي  هوا  ترخه  شوه  خزاني  شوه
 
ما   ګودر  د میني  نه  ؤ  صحیح   کړئ
د سفر   بیړۍ   مې   ځکه   توپاني  شوه
 
ته   مغروره  د کچه   حسن  د   بڼ  وې
په  ما   تیره   انتظار  زما   ځواني  شوه
 
په  کوڅه  کې   محتسب  څو کیداري  کا
چې  ناره  د آزادۍ   مې   زنداني     شوه
 
خدمتګار دې  د  یادونو   ډیوئ   ګوري
ستا  په  مخ  باندې  مې  پاتې  نښاني  شوه

»

Copyright Larawbar 2007-2024