کور / راپور / په غزني کې میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر جوړ شو

په غزني کې میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر جوړ شو

 د۱۳۸۷ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۵ نیټه  دغزني ولایت په مرکز کې دیوې غونډې په ترڅ کې د غزني میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر جوړ شو .


په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت په غزني ښار کې جوړه شوې وه پیغلې مینې افغان ، عایشې ، هیلې ، زلیخا اود پسرلي ادبي ټولنې مسوول اسدالله بلهار جلالزي دموضوع په اړوند خبرې وکړې ، په غزني کې یې د میرمن کلتوري بهیر جوړیدل چې دغزني دیو شمیر وطنپالو نجونو او میرمنو په نوښت جوړ شو په هغه ولایت کې یوبل مهم کلتوري بدلون وباله .


   دغه بهیر به چې دافغانستان دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له کړنلارې سره سم فعالیت کوي په غزني ولایت کې د میرمنو د ‌ذ‌هنونو روښانولو ، په کلتوري ، ادبي اوټولنیزو برخو کې د میرمنو د خورو ورو فعالیتونو د منسجم کولو او د نجونو د روزلو په برخه  کې کار کوي .


   دغزني میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر به په هرو پنځلسو ورځو کې غونډې کوي په غونډو کې به له جوړ شوي پلان سره سم په کلتوري او ټولنیزو مسلو بحث کوي دخپلو کاري موضوعګانو تر څنګ به د نجونو او میرمنو په ادبي لیکنو کره کتنې کوي او دهرې غونډې په پای کې به ازاده مشاعره کیږي .


په غزني ولایت کې دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر په ولایتونو کې د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر لومړنۍ پرانستل شوې څانګه ده . میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې په نورو ولایتونو ، ولسوالیو او کلیو کې هم د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر سیمه ایزې څانګې جوړې کړي .


اړيکي :


برېښناليک : 0                 ټيلفون :    0                    پته :0