کور / خبرتیا او پيغامونه / شمشاد نړيوال تلويزيون په لويديځو هيوادونو کي

شمشاد نړيوال تلويزيون په لويديځو هيوادونو کي


پرون  د ۲۰۰۷  کال د نوامبر د میاشتی په ۲۷ نېټه د پښتو د نړیوال یواځینی TV مؤسس ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » د شمشاد د TV  د خپرونو د غزونی په مقصد ( اروپائی هیوادونو ته ) د جرمنی د کلن  ښار ته راورسید .


ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » د پښتو ژبې او پښتنۍ کولتور د ساتنی ، پالنی ، روزنی  ، ودی او  پرمختیا لپاره په ډیر حساس وخت کې مټی رانغښتنی او په دغه سپیڅلی لار کې ئې بې ساری  ، نه ستړی کیدونکی او تلپاتی هلی ځلی روانی کړیدی .


ښاغلی حاجی فضل به ددغه سفر په لړ کې په اروپا ئی هیوادو کې هیوادوالو سره لیدنی کتنی وکړی اودغه  راز به ښاغلی فضل  د ۲۰۰۷ د نوامبر د میاشتی په ۳۰ نېټه د جمعی په ورځ د مازیګر په پنځه ( ۵) بجو د کولن په څنګ کې  هورت په ښار کې په هغه غونډه کې ګډون کوی چې ددوۍ د سفر موخی په هکله تابیا شوی ده .


ټولو هیوادوالواو مینه والو ته په ډیر درناوی بلنه ورکول کیږی چې پخپل ګډون ، د نظریو په شریکولو او ملاتړ سره پدغه غونډه کې برخه واخلۍ تر څو مو د خپلو ملی ارمانونو  د پلی کولو په لوری ګام اخسیتی وی .



نېټه او وخت :   ۳۰ / ۱۱ / ۲۰۰۷


وخت د ماښام ( ۵) بجی                                                   پته :


Event Palast 
Max–Plank-Str.9a   50354 Hürth   Germany
 معلومات 01785931968    01636051753