کور / z_buitenland_news -- 5 / پروېزمشرف د پوځ له مشرتوبه استعفی وکړه

پروېزمشرف د پوځ له مشرتوبه استعفی وکړه


په يوې غونډه کې چې د پوځ په مرکز کې په راولپنډۍ ښار کې جوړه شوې وه او پر تلوېزيون ژوندۍ خپرېده، جنرال مشرف خپل پوځي ځايناستې جنرال اشفق کياني ته د يوځ سمبوليکه ډنډه په لاس کې ورکړه چې په رسمي توگه د پوځ مشرۍ ورته وسپاري.


ولسمشر مشرف په خپلې وروستۍ وينا کې چې له ولولو ډکه وه وويل پوځ د پاکستان ژغورونکى دى.


جنرال مشرف به سبا د ولسمشرۍ د دويمې پنځۀ کلنې دورې لوړه کوي.


دۀ مخکې ژمنه کړې وه چې په ٢٠٠٤ کې به د پوځ له مشرۍ څخه لاس اخلي، خو هغه مهال يې دا کار په دې پلمه وځنډاوۀ چې پاکستان په داسې حال کې چې د اورپکو له گواښ سره مخامخ دى د پوځ کوټلې مشرتابه ته اړتيا لري.


د ښاغلي مشرف يوۀ وياند وويل سره له دې چې هغه به د پوځ له مشرۍ لاس واخلي، خو ولسمشر به د دولت د مشر په توگه د پاکستان د ټولو وسله والو ځواکونو اعلى قومندان وي.


ولسمشر مشرف همدارنگه څه باندې درې اوونۍ مخکې په هېواد کې بېړنى حالت لگولى چې اوس هم پرځاى دى.