کور / شعر / غزل

غزل

خیال کې ستا د مخ له تما شې نه وتی نشمه
څـرنګه دې رام کړم له اودې نه وتی نشمه


ته خـو مې ظــالمه کلـه کلـه حـال احـوال پوښتـــــه
زه خو یــم مجبــوره دروازې نه وتی نشمه


غرونه غرونه خاورې دي دجبرزه ترې لاندې یـــم
   ځـــکه د ارمــان له مقـبـــرې نه وتی نشمه


زه د یــوه داسې مینـــه نــاک انسان په لټـــه یـــم
چـې زه یـې تمام عمرحافظـې نه وتی نشمه


خدایــه ته مې بلـې زمانـې ته ترېنــه پــورې کړې
خپـــله خـو له خپــلې زمانــې نه وتی نشمه


زه لــکه معصوم ماشــوم په سرو لمبـوکې ګیریمــه
خوارافغانستــان یم له جګړې نه وتی نشمه


خدایه ته مې داسې دجانان زړه کې راشنه کړې چې
ټـول عمــر له دغـــې ایینـــې نه وتی نشمه


اوځمــــه له ځانـــــه له جهانـه لرې لاړه شـــم
ګرانـه ستــا د خیال له دایرې نه وتی نشمه