طالبان : د غور په نښته کي دواړو خواو ته زيان واوښت

د لراوبر اداره | سپتمبر 18th, 2008


د طالبانو رسمي وياند وايي تير ماښام اته بجې د غورولايت د پسابندولسوالۍ پرمرکز ددوی د وسله والو له لور ي دسپکو او درندووسلو بريدترسره شوی .
دبريدپه ترڅ کې چې نژدې در ې ساعته يي دوام درلود ، دولسوالۍ ودانۍ ته سخت زيان اوښتی اوپکښې دولس(12)تنه پوليس ديوه افسر په شمول وژل شوي اودرې (3)تنه نور ژوبل شوي هم دي .
طالب وياند وايي ددرندې جګړې په پايله کې درې (3) تنه طالبان وژل اوڅلورتنه ژوبل شوي چې تربریدوروسته مجاهدينو بيرته د خپلو مرکزونوپه لور ليږدولي دي . د غور ولايت ددې نښتي په اړه تر اوسه ددولت چارواکو څه نه دي ويلي .


ديادوني وړده چې درې ورځي وړاندې ددې ولايت دچارسدې پر ولسوالۍ هم ورته بریدترسره شوی چې له امله يي شپږتنه پوليس وژل شوي اوپوليسو یوه  امنيتې پوسته فتحه کړای شوې وه .

Copyright Larawbar 2007-2024