تر اوسه خو هيڅ هم نه دي شوي، کرزى ډېر څه زغملاى شي

د لراوبر اداره | سپتمبر 18th, 2008


 


په افغانستان کې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته د کرزي د حکومت له جوړېدو سره سم د پښتنو د بې وزلۍ او خوارۍ شپې او ورځې پيل شوې، په زرګونو بې ګناه او بې چاره کليوال پښتانه د طالب او القاعده په نامه تر تورو خاورو لاندي شول، په لسګونو ځله د پښتنو د غم او ښادي په مراسمو د ړندو بمباريو له امله په سلګونه بې ګناه او بې وزلې پښتانه په شهادت ورسېدل.


خو زموږ په رايوټاکل شوي ولسمشر له خپلې چپنې سره سرګردانه و او هغه د چا خبره چې دغو کوچنيو موضوعاتو ته ېې پام نه وو، که ېې پام هم وو نو د اندېښنې وړ ېې نه بللې، کرزي لکه چې دا خبره هېره کړې ده چې هغه چا  هغه چا چې دى ددې وړ وباله چې د خپل هيواد د ولسمشر په توګه ېې وټاکي ده د هغه مظلومو پښتنو د رايو په مقابل کې هغوى ته بمبارۍ ډالۍ کړې، هغو پتمنو پښتنو مېرمنو چې له کور څخه راوتل د ځان لپاره شرم بولي، خو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ېې برخه واخيسته او کرزي ته ېې د يوه پښتانه په نامه رايه ورکړه، ښايي هغه درنې او پتمنې مېرمنې په دې نه پوهېدې چې يوه ورځ به د کرزي له برکته د ازبکو له لوري د پښتنو مېرمنو ته د دوى د عزتونو د ليلامېدو ګواښونه کېږي.


د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالي کې له څه باندي يوې مياشتې راهيسي ٧٠٠ پښتانه نارينه، ښځې، سپين ږيري، ماشومان د ازبکو زورواکو له لوري په يوه داسي کلا کې کلابند دي چېرته چې د ژوندي پاتې کېدلو تر ټولو مهم څيز اوبه هم نشته او هغه هم په دې ګناه چې له غاصبو ازبکو څخه د خپلو پلرنيو جايدادونو او ځمکو غوښتنه کوي،  د ازبکانو له خوا کلا ته تللي ټولې لاري بندې دي، او هيڅوک هم نه پرېښودل کېږي چې له نوموړو بې وزله کورنيو سره وګوري، دا هر څه ولي کېږي؟ ځواب ېې همدا دى چې موږ ډېره ستره ګناه کړې ده  او هغه دا چې موږ کرزي ته رايه ورکړې او په هغه باندې مو باور کړى دى.
د څه باندي يوې مياشتې په دوران کې د کرزي دولت په دې ونه توانېده چې هغه ٨٠ کورنۍ له دغې کلابندۍ څخه خلاص کړي، او يا هم ورته د خوراکي توکو او نورو اړينو توکو مرسته وکړي.


شېبه مخکې مې په کوم سايټ کې د همدغو پښتنو له منځه د يوې مېرمنې پيغام چې په ليکلي بڼه خپور شوى و، ولوست هغې پتمنې مېرمنې يو عجيبه کلک پېغور ټولو پښتنو ته ورکړى وو هغې ويلي وو چې: (( اولادونه ېې ناروغ دي او هره لحظه د خپل پښتني عزت د ازبکانو لخوا د تار تار کېدو له ډار سره مخامخ دي))، هغې ويلي دي (( که پښتانه خپلې خويندي او ميندي د نورو څخه نشي ساتلى ڼو ټول پښتانه دې بنګړي واچوي او د شرم او پيغور نه دي پورته نه ګوري)).


داسي خبره چې د جټ مېرمن هم وکړي نو قسم دى چې هغه جټان به لا دومره غيرت وکړي چې که بل څه نه وي نو خپل ځانونه خو به ووژني، او موږ په دې خوشحاله يو چې پښتون ولسمشر لرو،  داسي پښتون چې د خپلو خويندو او ميندو پت او عزت نه شي ساتلى هغه ته پښتون ويل هم د پښتانه له وياړلي ټبر سره ستره جفا ده،  نو بيا د پښتنو هغه ملي غرور، ننګ، غيرت، پت او عزت څه شو؟ ولې زموږ د پښتنو مېرمنو ته د ازبکو له لوري د عزت د لوټېدو ګواښونه کېږي، ولې زموږ بې ګناه او لاچارې هيوادوال قتل عام کېږي؟ او ولي هر پښتون د طالب او القاعده په نامه په زندانونو کې ځورول او کړول کېږي؟


خو زموږ د پراخې سينې ولسمشر لا هم دا هيڅ نه ويني او داسي ښئي چې تر اوسه خو لا هيڅ هم نه دي شوي، ولې چې ولسمشر خو لا د داسي په سلګونو پېښو او ظلمونو زغم لري، او ډېر څه زغملاى شي، خو کرزى دې په دې پوه وي چې پښتون غيور او مېړني قوم د تاريخ په اوږدو کې چاته خپل سرونه نه دي ټيټ کړي، او د تاريخ په بېلابېلو دورو کې ېې د نړۍ ستر قوتونه لکه چنګېز، انګرېز، او روس له خپلې خاورې شړلي دي. نو بيا د ازبک څه ايمان دى؟

Copyright Larawbar 2007-2024