غزل
ګوره څومره پرېشانه ده صحرا ؟
ښاره ؛ مړه ستا له خفګانه ده صحرا
ته { زما } په معنا ولې نه پوهېږې
په { ذره } باندې ودانه ده صحرا
ما د ښار شور ته ورغورځوي چې مړ شم
له پښو نه مې روانه ده صحرا
لکه زه چې ستا د سترګو په لټون يم
دومره کله سرګردانه ده صحرا
د مجنون د ياد پلونه يې وروران کړل
مروره له بارانه ده صحرا
د خفګان پر وخت يې تل غېږ ته ورولېږم
لکه مور راباندې ګرانه ده صحرا