کور / تازه خبرونه / قاري سجاد وايي ۲ ټانکونه، ۲ د تيلو ټانکر يو پيکپ وسوځول شول

قاري سجاد وايي ۲ ټانکونه، ۲ د تيلو ټانکر يو پيکپ وسوځول شول

 


د قاري سجاد په نوم يو تن چي په دې وروستيو کي مطبوعاتو ته خبرپاڼي ليري او ځان د توره بوړه جهادي مهاذ وياند ورپيژني لراوبر ته ليکلي دي چي نن ماښام شپږ نيمې بجي دپکتيکاولايت دخوشامندولسوالۍ مربوط دزيړوپه سيمه کې دبهرني عسکرو دکاروان څخه دوه ټانګونه چي په سيمه کي دتيريدوپه حال کي وو دتوره بوړه جهادي محاذ مجاهدينو لخوا دريموټ کنټرول ماينونو په ذريعه والوزول شول ، ټانکونه ويجاړ او پکښي ناست کسان ووژل شول .
قاري سجاد وايي تر پېښي لږ وروسته وژل سوي سرتيري او ويجاړ ټانکونه د الوتکو پذريعه ولېږدول سول .


نوموړی چي فکر کېږي د اسلامي حزب له وسله والو سره د ويندوی دنده ترسره کوي خبردارئ ورکوي چي  په نوموړي ولايت کي دتوره بوړه جهادي محاذ مجاهدينولخواعمليات مخ په زياتيدودې چي له امله يې نن ماسپښين هم دتيلو څخه ډک اوه ټانکران اويوپيکپ موټر له منځه وړل شوي وه . 

دا لا تر اوسه نه ده څرګنده چي  د توره بوړه  جهادي مهاذ له هغو طالبانو سره چي ځانونه د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدين بولي ، قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد يې د ويندوی دنده ترسره کوي هم تړاو لري که نه .