کور / تازه خبرونه / کابلوف : روسیه به پر ناټو خپل هوایی قلمرو بند کړي

کابلوف : روسیه به پر ناټو خپل هوایی قلمرو بند کړي

رویټر د کابل څخه خبر ورکوی چی په پنجشنبه په افغانستان کی د روسیې سفیر ضمیر کابلوف د بی بی سی راډیو سره په مرکه کی وویل چی که ناټو د روسیې په وړاندی خپلی دښمنانه او خصمانه تګلاری ته دوام ورکړی نو ماسکو به هم د هغوی لپاره خپل هوایی قلمرو بند کړی چی له هغې خوا په افغانستان کی خپلو پوځونو ته اکمالات او مواد راوړي . د افغانستان لپاره ناټو خپل ډېر اکمالات د پاکستان له لاری کوي خو لږ برخه د روسیې د هوایی لاري څخه هم راوړی . ناټو د جورجیا د پیښو له امله پر روسیې په غصه ده . ناټو تر اوسه د ضمیر کابلوف د دې خبرداري په وړاندی غبرګون نه دﺉ ښودلی .