کور / شعر / خېبر ته

خېبر ته


خېبره  ولی  داسی غلی  پروت ئی ؟
را معلوميږي  چه  غصه  غصه  ئي
په  ګودرو دې  سور سالو نه  ښکاري
په مورچلو  دې شنه   زمري نه   ښکاري
را معلوميږي  د عجب  په  وير کې
ځان  ته  د  بل  اتل  خوبو نه  وينې
خېبره پاسه  غلې مه پريوزه
هغه شين سترګی د  ډيورند  ورثه
هغه  بد مخې  شرميدلی دښمن
نن د نړی داړه مارانو  سره
ستا د انګړ  په  دروازه ولاړ دي
ښکلی  منګلولی  ئی  د ناوې  درته
په وينو  رنګړې  د نکريزو په  ځاې
ښکلې  پاپۍ  ئی  زولنه  کړې ورته
د پای زيبونو پر ځاې
خېبره  جګ کړه هيبتي  غږونه
ها د عمرو په خوب بیده پاڅوه
ها په بړستنو کې  وراسته پاڅوه
بیا  دې  درو کې   عجب خان  ویښ کړه
په  دې شين سترګو   تور  ماښام  جوړکړه
خېبره جیګي  جیګي دا  تقديرونه  مات  کړه
ددې  تورمخو  تدبيرونه مات کړه

انجینر عبدالخالق  ساپی     2008-09-10  ویانا