کور / تازه خبرونه / د القاعده تازه ویډیو : افغان جنګ به تند سی

د القاعده تازه ویډیو : افغان جنګ به تند سی

اسوشیټیډ پریس نن خبر ورکړ چی د القاعده لخوا د سپتمبر د یوولسی د حملې د تجلیل ویډیو یوه هفته وروسته نن راووته . د دې ځنډ علت معلوم نه دي خو ویل کیږی چی ښکار او ښکاری خپل خپل تاکتیکونه لری . پدې ۹۰دقیقه ییزه ویډیو کی ایمان الظواهری ، د القاعده د افغانی جبهې مسؤل مصطفی ابو الیزید ، د القاعده روحانی مشر شیخ عطیته الله او تر ټولو مهمه او حیرانونکې دا چی د سپتمبر د یوولسمی د طیاره تښتونکو څخه یو نفر احمد الغمدی ویناوی پکښی کوی . دا چی وروستی سړﺉ څنګه ژوندﺉ او د ده نوم او عکس ولی په طیاره تښتونکو کی راغلی و ، یوه معما ده . دغو القاعده والو امریکا ته اخطار ورکړﺉ چی په افغانستان کی به د سختو تلفاتو سره مخامخ سی . دوی وایی چی مجاهدین په عراق کی ناکام نه بلکی تاکتیکی حالت یې غوره کړﺉ دﺉ . د امریکا استخباراتی څانګی د دې ویډیو په راوتلو سره حیران او افسرده سول .