کور / تازه خبرونه / پنتاګون : زموږ یو پوځي ووژل سو

پنتاګون : زموږ یو پوځي ووژل سو

د امریکا د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چی د دوی یو پوځی چی زخمی سوﺉ و ، پرون په بګرام کی مړ سو . خبر نور تفصیلات ورنکړل چی دا پوځی چیری او کله زخمی سوﺉ و . امریکا په افغانستان کی ۳۳زره پوځیان لری .

د یو بل خبر له مخی چی نن اسوشیټیډ پریس د کابل څخه ورکړ ، ویل کیږی چی د ناټو یو پوځی نن په جمعه د افغانستان په لویدیځ کی د یو ماین په ذریعه ووژل سو . ناټو د وژل سوي پوځی هېواد او د وژل کېدو ځای و نه ښود ، خو په لویدیځ کی تقریبأ ټول پوځیان امریکایان دي .