کور / تازه خبرونه / د کاله نیم ملیون حامله ښځي مري

د کاله نیم ملیون حامله ښځي مري

رویټر په جنیوا کی د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د څانګی ( یونیسیف ) د تازه خپور کړي راپور له مخی خبر ورکوی چی بیا هم هرکال ۵لکه ( پنځه سوه زره ) ښځی د امیدوارۍ او لنګون پر مهال مړې کیږی چی علت یې د منظم او عاجل نسایی او ولادی خدمتونو نشتوالی دﺉ. راپور وایی چی تر نیمایی زیات یې یوازی په افریقا کی پیښیږی او متباقی په آسیا او نورو کم انکشافو هېوادو کی منځ ته راځی . راپور زیاتوی چی په مخ پر انکشافو هېوادو کی څه نا څه ۵۰ملیونه لنګېدل ( یعنی د نږۍ د هرو ۱۰څخه ۴ ) د روزل سوو طبی پرسونلو په غیاب کی کیږی او همدا نشتوالی لوی ضایعات پېښوی . یونیسیف په خپل یو بل راپور کی وایی چی تېر کال ۹ملیونه کوچنیان تر پنځه کلن کېدو مخکی مړه سوي دي چی دا خورا ستر ضایعات دي . یونیسیف پر نړیواله ټولنه ږغ کوي چی که هر کال ۱۰-۱۵ بلیونه ډالره تهیه کړي نو دا مصیبت به پېښ نه سی .