کور / تازه خبرونه / طالبان وايي په سروبي کي يې يو کم دېرش فرانسوي عسکر ووژل

طالبان وايي په سروبي کي يې يو کم دېرش فرانسوي عسکر ووژل

د ختيځ زون د پاره د طالبانو وياند ذبيح الله  مجاهد ادعا کوي چي تيره شپه 12:30(2008-09-19)۲۹ تنه فرانسوي عسکر هغه مهال دیو د طالبانو له لوري ووژل شول چې کله ددوی پلي او هوايي ځواکونود کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د “اوزبين “په سيمه کې ديوه تن سيميزطالب قوماندان  پر کور د بریدهځه کوله .


ذبيح مجاهد وايي بهرني ځواکونه د بريد پر مهال د طالبانو د سخت مقاومت سره مخامخ شول ، اوددرندې جګړې په ترڅ کې چې تر نن سهار يي دوام درلود ،نهه ویشت(29) تنه فرانسوي عسکر ځای پرځای وژل شوي او ګڼ شميرنور ژوبل شوي هم دي .


طالب وياند وايي ددې بريد اصلي هدف چي د طالبانو سيمه ايز قومندان و له پېښي روغ رمټ پاته سوی دی .


خبرزياتوي چې دجګړې په جريان کې دبهرنيو قواوو  له خوا ددې سیمې پر دوو کليو (سوري کلا ) او (داغ کلا ) باندې درنده بمباري شوي چې له امله يي د ښځوا و ماشومانو په شمول ګڼ شمير بي ګناه خلک شهيدان او ژوبل شوي دي .


ذبيح الله مجاهد وايي چي د تيري شپې پېښه په هغه سيمه کي رامنځه سوه چيري چي يوه مياشت مخکي ددوی وسله والو په کمين کې سلو(100)تنوفرانسوي عسکروته مرګ اوژوبله اوښتي وه ، د يادوني وړ ده چي فرانسې په هغه پېښه کي د ۹ تنو وژل کېدل او ۱۱ ژوبلېدل منلي وو .