کور / تازه خبرونه / افغان دولت او ناټو د سولي په ورځ (يکشنبې) د اوربند اعلان وکړ

افغان دولت او ناټو د سولي په ورځ (يکشنبې) د اوربند اعلان وکړ

 


د ولسمشرۍ ددفتر له خوا نن سهار په خپرو شوو خبرونو کي ولسمشر کرزي د افغانستان ټولو وسله والو ځواکونو ږغ کړی کړی و چي راروانه يکشنبې چي د ملګرو ملتونو له خوا د سولي د ورځي په نوم نومول سوې ده يوه ورځ په ټوله افغانستان کي تر هغو چي تر بريد لاندي نه وي راغلي وسلې دي نه کاروي . څو شېبې مخکي په سيمه ايز وخت د ماخستن اته نيمي بجې د ناټو او ايساف مطبوعاتي دفتر هم د ولسمشر کرزي له خوا د اعلان سوي اوربند ملاتړ اعلان کړ .

ناټو په خپره شوې خبرپاڼه کي ليکي چي د ناټو عمومي قومندان جنرال ډيويډ مکېرنن په ټول افغانستان کي د ناټو او ايساف پر ځواکونو ږغ کړی دی چي د افغانستان په وخت د شنبې د شپې ۱۲ بجو څخه بيا د يکشنبې شپې ۱۲ بجو پوري پر مخالفينو د بريدونو څخه ډډه وکړي او د سولي د ورځي په مناسبت اوربند مراعت کړي .

دا لا تر اوسه نه ده څرګنده چي راروانه يکشنبې طالبان هم اوربند مراعت کړي که څنګه .


د سولي د ورځي په مناسبت د افغانستان په مرکز او ولايتونو کي د بېلابېلو ټولنو له خوا ځانګړي پروګرامونه په پام کي نيول سوي دي چي يو يې هم د ويښ ځوانانو له خوا په ټول افغانستان او نړۍ کي د سولي په ورځ د يوه سوله ايز لاريون جوړيدل دي . ددې لاريون د جزياتو لپاره دا ځای کليک کړئ .