امریکایی عسکر د یو افغان غوږونه پرې کړي دي
د امریکا لینسنګ سټېټ ژورنال خبر ورکړ چی د امریکا د خاصو ځواکونو د هغه عسکر نظامی محکمه به په راتلونکي کال کی پیل سی چی د مارچ پر پنځمه یې د افغانستان د هلمند په علی آباد کی د یو سړي څخه غوږونه پرې کړي او وژلی یې و .د دعوې وکیل وویل چی دغه پوځي دا غوږونه خپلو نورو پوځی ملګرو ته ور ښکاره کړي وو او زیاتوی چی د دغه عسکر چاړه ، موزې او یونیفورم د مقتول په وینو لړلي وو او د هغه پټو د ده په کوټه کی موجود و . داسی ویل کیږی چی مجرم ته به کومه سخته سزا ځکه ورنکړه سی چی وایی شواهد ډېر مضبوط نه دي (!)
« خېبر ته