تازه خبر: په اسلام آباد كي ځانمرګى بريد وسو
د پاكستان په پلازمېنه اسلاآباد كي ځانمرګي بريد سخت مالي او ځاني تاوانونه واړول.
عيني شاهدان وايي بريد كوونكي د ښار په يوه حساسه سيمه كي د ميريډ هوټل په دروازه كي ځان الوزولى دئ چي پر مخامخ يې د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني كور دئ، او په دې هوټل كي ډېر كله لوړ پوړي دولتي چارواكي او د بهرنيو سفارتونو كاركوونكي اوسېږي.
د اسلام آباد په ټولو روغتونونو كي ايمرجنسي حالت اعلان سوى او د ډاكټرانو په وينا تر پنځوس ډېر زخميان يې ور وړي دي.
دا لا تر اوسه معلومه نه ده چي په زخميانو كي به لوړ پوړي پاكستاني يا بهرني چارواكي هم شامل وي كه يا.
د پوليسو په وينا چاودنه ډېره زوروره وه، خو دا چي د روژه مات وخت وو او سړكونه له خلګو خالي وه، ځكه يې تر ځاني زيان مالي تاوان ډېر دئ.
د تلوېزون پر پرده ښودل كېږي چي د شاوخوا كورونو ښيښي ماتي سوي او د سلو په شاوخوا كي موټران په كباړ اوښتي دي.
تر اوسه د دې پېښي مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او نه هم حكومت كومه ډله تورنه كړې ده، خو تر دې مخكي د دغسي بريدونو مسئوليت د بيت الله مسود په مشرۍ قبايلي طالبانو پر غاړه اخيستى دئ.