کور / تازه خبرونه / تازه ترين خبر: ځانمرګي ۱۵ تنه مړه او ۵۰ زخميان كړل

تازه ترين خبر: ځانمرګي ۱۵ تنه مړه او ۵۰ زخميان كړل


په هغه بريد كي چي د سپټمبر پر شلم ماښام د روژه مات پر وخت د پاكستان په پلازمېنه اسلام آباد كي وسو ۱۵ تنه مړه او ۵۰ ټپيان سوي دي.
بريد د اسلام اباد په تر ټولو حساسه سيمه كي د ميريډ هوټل په دروازه كي سوى دئ.
د چارواكو په وينا هوټل ته نيژدې د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني پر كور سربېره نور مهم دولتي عمارتونه هم ودان دي.
د چاودني له امله د ګيس نل ليكي ته هم زيان رسېدلى چي اوس يې هم د سوځېدو له امله لمبې پورته كېږي.
د ميريډ هوټل شاوخوا سيمه د پوليسو په كنټرول كي ده او له سيمي څخه يوازي د امبولانسونو هارنونه او د خلګو غوغا اورېدل كېږي.
په پيل كي د مرګ ژوبلي كچه كښته ښوول كېده خو اوس داسي ښكاري چي د مړو او ټپيانو شېمر ګړى په ګړى مخ پر لوړه روان دئ.
وروستي خبرونه وايي چي د مړو شمېرتر شلو هم واووښت چي ښځي او ماشومان هم پكښي شامل دي.