چارواكي: د نن بريد د پاكستان په تاريخ كي ريكارډ ټينګ كړ

34 | سپتمبر 20th, 2008



د اسلام آباد پوليس وايي د نن ماښام په بريد كي چي فقط يو ساعت وړاندي تر سره سو د ۵۰ په شاوخوا كي كسان مړه او تر ۸۰ ډېر ټپيان دي ، له اسلام اباده وروستي خبرونه شېبه په شېبه د مړو او ژوبل کسانو شمېري زياتوي .
د چارواكو له خوا ياد سوى بريد د پاكستان په تاريخ كي تر ټولو زورور په ګوته سوى چي وايي ښايي له اتيا څخه تر سلو ګيلو ګرامه چاودونكو موادو څخه كار پكښي اخيستل سوى وي.
بريد چي د ميريټ هوټل په دروازه كي رامنځته سوى پر پاكستاني لوړ پوړو چارواكو سربېره د خارجي سفارتونو ډيپلوماتان هم ورته راځي.
دا ځاى په اسلام آباد كي له امنيتي لحاظه تر ټولو خوندي سيمه ځكه ګڼل كېږي، چي د CNN خبريال نيک رابرټسن چي دوې ورځي مخکي له همدې هوټل څخه جلال اباد ته راغلی دی وايي چي هيڅ باور نه سي کولای چي په دې هوټل کي څنګه چاونه ترسره سوه ، نوموړی وایي د پاکستان پارلمان ، د لومړي وزير کور ، د پاکستان تلويزيون او داسي نور مهيم ځايونه له دې هوټل څخه صرف پنځه دقيقې ليري پراته دي ، نوموړي وويل په لومړي ځل اسلام اباد ته ټول تلونکي موټرونه سخت تلاښي کېږي او بيا د ميريټ هوټل او لوړپوړو ادارو دې سيمي ته د ننوتلو پر مهال هم پوليس کنټرول سته .


د ميريټ هوټل مسولين وايي په هوټل كي يې داسي خونه نه ليدل كېږي چي په يو نه يو ډول دي زيان نه وي ور رسېدلى.
بلي خواته د روغتونونو ډاكټرانو د اسلام اباد له ښاريانو څخه زخميانو ته د ويني وركولو غوښتنه كړې او په ټپيانو كي د ډېرو حالت نازك ښودل كېږي.
دا بريد پر داسي وخت ترسره كېږي چي د پاكستان نوى ټاكل سوى ولسمشر آصف علي زرداري په خپل لومړني رسمي سفر امريكا ته روان دئ.
ټاكل سوې ده چي ښاغلى زرداري به له د امريكا له جمهور رئيس ډبليو بوش سره د تروريزم خلاف جنګ او په قبايلي سيمه كي د امريكايي سرتېرو پر عملياتو خبري وكړي.

Copyright Larawbar 2007-2024