کور / تازه خبرونه / ۲۸۰۰ قبايلي کورنۍ تر ډيورنډ کرښي ها خوا اوښتي

۲۸۰۰ قبايلي کورنۍ تر ډيورنډ کرښي ها خوا اوښتي

فرانس پریس په کابل کی د مهاجرینو د وزارت د مرستیال عبدالقادر احدی له خولې خبر ورکوی چی په باجوړ کی د پاکستانی پوځ او طالبانو د جګړو څخه د ژغورنی په خاطر ۲۸۰۰قبایلی کورنۍ ( چی هره کورنۍ ۲۰کسه دي ) په تیرو دوو میاشتو کی افغانستان ته ( تر ډيورنډ کرښي ها خوا )  را اوښتي دي او د کنړ په شیګل ، مروره ، او دنګام کی د خپلوانو سره اوسیږی . ده وویل چی هغوی مؤقتی راغلی او بیرته تلونکي دي او اکثریت یې ښځی او کوچنیان دي . ده زیاته کړه چی د نړیوال سور صلیب او نورو بشری جوړښتونونو لخوا څه نا څه مرسته ورسره شوې ده . تېر کال هم په شمالی وزیرستان کی د شدیدو جنګونو په وجه ډیری قبایلی کورنۍ خوست ته را اوښتي وې چی وروسته بیرته ولاړې .