واشنګټن پوسټ : طالبان ډېر غښتلي سوي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 20th, 2008


واشنګټن پوسټ په خپله نننۍ ګڼه کی ولیکل چی طالبانو په صرف یو کال کی خورا زیات قوت اخیستی دﺉ. ورځپاڼه لیکی چی تېر کال به هغوی د ځغاستی په حال کی او د یو سست چریکی جوړښتون په توګه خالی مکتبونه سوځول ، اخطاري لیکونه به یې غورځول او کوچني کمینونه به یې نیول او بیا به تښتېدل . خو سږ کال هغوی خورا زیات سوي ، ښه وسلوال سوي ، ډېر مطمین سوي ، خورا یرغلیز سوي او سخت تلفات پېښوي . راپور زیاتوی چی هغوی د یو حکومت شکل اخیستی دﺉ چی دفاعی او مالی شوراګانی لری ، خپله قضأ چلوی او په ځینو سیمو کی خو خپل رسمی کسان لری . ورځپاڼه زیاتوی چی هغوی نوو جلبیانو ته روپۍ ورکوي ، او محلی مشرانو ته د معرفۍ لیکونه لېږی ، خپلی ویب پاڼی چلوی او د تبلیغ داسی ذریعه مخته بیایی چی تر افغان او غربی منابعو ژر دنیا ته خبر ورکوي . واشنګټن پوسټ زیاتوی چی دا د طالبانو د امارت د وخت طالبان نه بلکی یو نوﺉ نسل دﺉ چی ډېر پوه ، تعلیم یافته ، منظم او ډېر اجتماعی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024