کور / تازه خبرونه / رحمان ملك: د پاكستان د سپټمبر يوولسمه ده

رحمان ملك: د پاكستان د سپټمبر يوولسمه ده

د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك وايي نن په پاكستان كي د سپټمبر يوولسمه ده.
رحمان ملك په داسي حال كي دا خبره كوي، چي تر اوسه جمهور رئيس زرداري، صدراعظم رضا ګيلاني او نور لوړ پوړي دولتي چارواكي ټول په دې اړه چوپه خوله دي.
د رپوټونو له مخي جمهور رئيس زرداري د چاودني ځاى ته څرمه د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني مېلمه وو، چي د چاودني پر وخت د وسله وال پوځ د لوى قومندان جنرال پروېز اشفاق كياني په ګډون نور لوړ پوړي سياستوال هم د صدراعظم په كور كي وه.
پوليس وايي دا د پاكستان په تاريخ كي تر ټولو ستره چاودنه ده، چي نن د ميريټ هوټل په دروازه كي وسوه.
دا چاودنه فقط دوه ساعته وروسته له هغه وسوه چي د پاكستان نوي جمهور رئيس آصف علي زرداري د پاكستان پارلمان ته خپله لومړنۍ وينا وكړه او له امريكا سره د ترهګرۍ خلاف پر ګډه مبارزه يې ټينګار وكړ.
د پاكستان د روغتيا وزارت په يوه رسمي خبرپاڼه كي د ننني بريد مړي ۴۰ او زخميان ۱۷۲ تنه په ګوته كړل، چي د ډاكټرانو په وينا ښايي د مړو شمېره نوره هم ډېره سي.
د عيني شاهدانو په وينا يوه ځانمرګي بريد كوونكي ميريټ هوټل ته د ننوتلو هڅه كوله، چي په دروازه كي يې ځان والوزاوه.
يوه بل عيني شاهد جيو ټلويزون ته وويل چي اول كوچنۍ او وروسته يوه ډېره غټه چاودنه وسوه، چي د هوټل په دروازه كي ولاړ ټول پوليس يې ووژل.
پوليس وايي لومړۍ چاودنه ځانمرګى بريد كوونكى وو او وروسته يو بل لارۍ موټر چي د بارودو ډك و د هوټل په دروازه كي جنګېدلى دئ.
پوليسو مخكي د ۸۰ كيلو ګرامه څخه تر سلو پوري د چاودونكو موادو اټكل كاوه، خو اوس وايي تر زر ګيلو ګرامه ډېر چاودونكي مواد په دې بريد كي كارول سوي دي.
ميريټ هوټل چي د اسلام آباد په يوه خوندي او مهمه سيمه كي واقع دئ، اكثره وخت د بهرنيو هيوادونو اتباع او مهم مېلمانه ورته راځي.
ويل كېږي چي په دې چاودنه كي ځيني بهرنيان هم وژل سوي، چي تر دې ګړي د سعودي سفير د سعودي آيرلاين د شپږو كاركوونكو د مړيني پخلى كړى دئ.
سره له دې چي د دې بريد مسئوليت كومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستى، خو د سياسي شنونكو د اټكلونو له مخي د چارواكو چوپوالى، پر چارواكو د پاكستاني مطبوعاتو نيوكي، د پوليسو له خوا ضد او نقيص خپاره سوي ارقام په ګوته كوي چي د دې پېښي تر شا يو مرموز لاس سته.