کور / خبرتیا او پيغامونه / د AP خبريال نورخان او BBC خبريال نعمت الله کرياب سره خواخوږي

د AP خبريال نورخان او BBC خبريال نعمت الله کرياب سره خواخوږي

 

د لراوبر ويبپاڼي اداره او کارکوونکي د اسيوشيټيډ پريس خبري اژانس د خبريال نورخان د قدرمن پلار حاجي سراج الدين  او د بي بي سي دخبريال نعمت الله کرياب د درنې مور د مړيني له امله  دوی دواړو  او ددوی د درنو کورنيو ته د خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندي کوي  اوپه دې غم کي ځانونه شريک ورسره بولي .

دواړو خدای بخښلو  ته د لوی خدای له درباره د مغفرت او درنې کورنۍ ته ته يې د جميل صبر دعاګاني کوي .

 

د ښاغلي نورخان پلار پرون جمعه ( ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۱ ) د پاکستان په کراچي کي دناروغۍ له امله له دې دنيا سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او جنازه يې نن د لري پښتونخوا په کويټه کي ددوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارله سوه .

 

د ښاغلي نعمت الله کرياب ددرنې مور جنازه په کنړ کي په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو سپارلې سوې ده.

 

انالله و انا اليه راجعون

 

ددواړو خدای بخښلو روح دي ښاد وي . ( امين )

 

په درناوي

 

په لراوبر وطن کي د لراوبر ويبپاڼي همکاران

تبصره نسته

  1. لوی خدای جل جلاله دي دواړو مرحومينوته دخپل رحمت په غېږه کي ځای ورکړي.خدای جل جلاله دې دجنت الفردوس له تلپاتي اوابدي نعمتونو برخمن کړي.الله جل جلاله دې دنکيرمنکرله سختۍ،دقبرله عذابه،ددوزخ له اوره اودخدای جل جلاله له قهره اوغضبه وساتي.
    لوی خدای جل جلاله دې دحوض کوثرله اوبو،درسول الله له شفاعته،دجنت له نعمتواودخدای ج دښکلي مخ له ديداره برخه ورکړي.
    پاتي خپلوانوته دې خدای دزړه صبراوجزيل اجرورکړي. آمين يارب العالمين

  2. سلامونه اوښي چاري
    دښاغلي خبريال نوراخان دمحترم پلار او د بي بي سي دتګړه خبريال ښاغلي نعمت الله خان كرياب دمحترمي مور دمړيني له امله دوي دواړ اودرنو كورنيو ته يي دخواخوږ ي اوهمدردي ،تسليت مراتب وړاندي كو و، په دي لوي غم كي ورسره ځانونه كډ بولو اودلو ي ځښتن تعالي نه ورته دفردوس جنتونه او بښنه غواړم كورني او ويرجنو ته جميل اولوي صبر غواړم .
    په دره ناوي ګيلانوال

  3. د قدرمن ورور نور خان د قبلګا صاحب او د تکړه خبريال نعمت الله کرياب د خوږې مور پر مړينه سخت خواشنى يم د لوى څښتن له دربار څخه ورته د جنت فردوس غوښتنکى يم
    او کورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم
    انا الله و انا اله را جعون

  4. salamoona!
    what do u think the date is corect or it is mistake.

    د ښاغلي نورخان پلار پرون جمعه ( ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۱ ) د پاکستان په کراچي کي دناروغۍ له امله له دې دنيا سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او جنازه يې نن د لري پښتونخوا په کويټه کي ددوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارله سوه .

  5. PA TASF SARA ME KABAR TAR LASA KAR CHE DA NOMYALE JORNALEST KARYAB MOR PA HAK RASEDALE HAGO TA JANAT PARDAWST SWAL KAWAM AW KARYAB TA SABAR JAMIL GWARM. CHAMTU DANMARK

  6. PA TASF SARA ME KABAR TAR LASA KAR CHE DA NOMYALE JORNALEST KARYAB MOR PA HAK RASEDALE HAGO TA JANAT PARDAWST SWAL KAWAM AW KARYAB TA SABAR JAMIL GWARM. CHAMTU DANMARK

  7. PA TASF SARA ME KABAR TAR LASA KAR CHE DA NOMYALE JORNALEST KARYAB MOR PA HAK RASEDALE HAGO TA JANAT PARDAWST SWAL KAWAM AW KARYAB TA SABAR JAMIL GWARM. CHAMTU DANMARK

  8. دلراوبر ويبپاڼي ترليدو وروسته خبر شوم چې د تکړه خبريال نعمت الله کرياب مور بي بي او دښاغلي نورخان درانه پلار په حق رسيدلى دلوي خداي څخه ددوي دواړو ښاغلو کورنيوته دجميل صبر غوښتنه کوم او دهغوي ارواح ته دمغفرت لاسونه لپه کوم .
    خداي دي دواړوته جنت فردوس ورپه برخه کړي .

  9. دلراوبر ويبپاڼي ترليدو وروسته خبر شوم چې د تکړه خبريال نعمت الله کرياب مور بي بي او دښاغلي نورخان درانه پلار په حق رسيدلى دلوي خداي څخه ددوي دواړو ښاغلو کورنيوته دجميل صبر غوښتنه کوم او دهغوي ارواح ته دمغفرت لاسونه لپه کوم .
    خداي دي دواړوته جنت فردوس ورپه برخه کړي .