پر هوټل د حملې هدف د سی آی اې والو وژل و video

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 20th, 2008


د هند ( اې ان آی ) آژانس نن د اسلام آباد څخه خبر ورکړ چی پر میری یټ هوټل باندی وروستۍ حمله د سی آی اې د څو هغو لوړو افسرانو د وژلو په هدف وه چی په دې هوټل کی اوسېدل . خبر وایی چی پدې وروستیو کی د سی آی اې څو غټ افسران اسلام آباد ته راغلي او په همدې هوټل کی اوسېدل .


خبر زیاتوی چی جنګیالیو هغوی تعقیب کړی او دا حمله یې وکړه خو تر اوسه معلومه نه ده چی هغوی ته څه زیان رسېدلی که یا . ویل کیږی چی څو بهرنیان په دې حمله کی وژل سوي دي . پدې حمله کی تر اوسه ۶۰نفره وژل سوي او ۲۰۰نور هم زخمیان دي . د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا نه دﺉ منلی . د یو بل خبر له مخی چی رویټر خپور کړ د سپینی ماڼۍ نطاق ګورډن جاندرو دا حمله سخته وغندله او ویې ویل چی امریکا د پاکستان د نوي حکومت تر څنګ ولاړه ده چی په دیموکراتیک ډول انتخاب سوﺉ دﺉ .








Copyright Larawbar 2007-2024