کور / تازه خبرونه / د ناټو درې پوځیان او دوه افغانان ووژل سول

د ناټو درې پوځیان او دوه افغانان ووژل سول

فرانس پریس د کابل څخه خبر ورکوی چی نن شنبه د افغانستان په ختیځ کی د ناټو دوه پوځیان پر هغوی د بمی چاودنی له امله ووژل سول . یو بل خبر وایی چی د ناټو یو بل پوځی او دوه ملکی افغانان هم د افغانستان په جنوب کی په عینأ بمی چاودنه سره ووژل سول . منبع دا نه وایی چی نوموړي پوځیان د کومو هېوادو وو او په کومو ولایتونو کی ووژل سول او دا افغانان څوک وو . خبر زیاتوی چی پدې وروستیو کی طالبانو خپلو حملو ته ډېر شدت ورکړی او صرف همدا کال یې ۲۱۵بهرني پوځیان وژلي دي .