کور / خبرتیا او پيغامونه / د سهېلي پښتونخوا پښتو رسنۍ، د ډاکټر لياقت تابان اثر چاپ شو

د سهېلي پښتونخوا پښتو رسنۍ، د ډاکټر لياقت تابان اثر چاپ شو

د سهېلي پښتونخوا پښتو رسنۍ


دا په کوټه کې د مېشت تکړه ليکوال او شاعر ډاکټر لياقت تابان تازه چاپ شوى اثر دى، چي د يو زر ټوکو په شمېر په ١٢٧ مخونو کې چاپ شوى او د کوټې د يوې ادبي ټولنې “ملګري ليکوال” له خوا خپور شوى دى.


د دې کتاب تړون د پښتونستان د نوميالي ملتپال مشر او د سهېلي پښتونخوا د ژورناليزم د مخکښ ارواښاد خان عبدالصمد خان اڅکزي له نامه سره شوى دى.


په دې اثر کې کابو له يوې پېړۍ راهيسې بيا تر دې دمه د سهېلي پښتونخوا چاپي خپرونو او برېښنايي رسنيو ته لنډه کتنه شوې ده.


د يادونې وړ ده چي ښاغلي ډاکټر لياقت تابان تر دې وړاندې هم د پښتو ژبې د دوو نومياليو کلاسيکو شاعرانو کاظم خان شيدا او حنان بارکزي پر شاعرۍ باندې (د شيدا او حنان پرتليز جاج) تر سرليک لاندې شپږسوه مخيز اثر ليکلى او چاپ شوى دى.