کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سوله څنګه مينځ ته راتلاې شي (دزرلښت حفيظ ليکنه)

سوله څنګه مينځ ته راتلاې شي (دزرلښت حفيظ ليکنه)


که د نړۍ د بشريت تاريخ ته زير شو نو د انسان د پيدايښت نه تر اوسه پورې سوله دټولنۍ دمهم او ارزښت ناک
اړتياپه توګه  پيژندلې شودا ځکه چې سوله په نړۍ کې د ازادي،ديموکراسي،صميمت،ورورګلوي او د ټولنۍ د غړوپه مينځ کې د يوالې او مساوات او لنډه دا چې سوله د جنګ اختتام په معنی پيژندل شويده په کومو ټولنو کې چې د پوهي سويه لوړه وي تجربو ښودلي دي چې د  ټولنۍ پوه او اګاه خلک تل زيار باسي چې خپل هيوادوالوته د ښه خدمت مصدر وګرځي تر څو خپل هيواد او ټولنه يې دجنګ د موثيبتونو نه په امان ساتلې وي او نن صبا خو  په دونيا کې ډيرنظريات اوکوښښونه  روان دي چې خلک څنګه او څه وکړي چې  د نړۍ خلک سولې ته را وبولې او بيله جنګ نه نړيوال وکولا
ې شي چې يود بل سره د بشريت  د پايښت په موخه د سولې په فضا کې سره نژدۍ او دانساني ژوند ته د خدمت په مو
خه سوله په نړۍکې مروج کړي او دانساني ژوند په ارزښتونو يي پوه کړي  دا ځکه چې تجربو  نړيوالو ته وښوده چې د
جنګ په دوام کې  خلک د ژوند ارزښت د لاسه ورکوي   دجنګ ثمر بی کوري ، معيوبيت ، مړينه ، بدبختي  بل هيڅ ارمغان نلري لنډه دا چې  اوس سياستوال  په دی عقيده دي  او پوهيدلي دي چې په جنګ کې ښکيل دواړه  خواوي  برۍ نه شي تر لاسه کولاې او دواړه خوا ناکام دي دا ځکه چې له دواړو خواوو نه انسانان مري جنګ برۍ نلرۍ دجنک برۍ په سوله کې ده رښتيا هم نن صبا د نړۍ سياست هم بدل شوې او داسې نظريع هم شته چې نړۍ  به ګلوبلايز شي  عالمان په دی نظر دي چې نړۍ کوچنۍ کړي دا په دی معنا چې انسانانو مينځ نه هر ډول  نژادي،مذهبي ،لساني تعصباتو  مخه  ونيول شي هر چا ته د هغوې د عقايدو لپاره احترام Ù
 �ايل شي او انسان ته د انسان په سترګه وکتل شي د انسانانو تر مينځ د انساني او بشري حقوقو په نظر کې نيولو سره د انسان ژوند ته تکامل ور کړي  شي او


واقين بشر ته داسې څه وشي چې راتلونکۍ  نسلونه پری ووياړي اونړۍ له جنګ او بی اتفاقي له مرض نه وژغوري او انسانان وکولاې شي په خپل خوښه ازاد د نړۍ هر ګوټ ته لاړ شي او د نړۍ انسانان د دونيا په هرملک کې لنډاو اږد محاله سفرونه ولري   يود بل  سره وګوري  او بيرته خپل هيواد ته راستون شي  او داسې نظريع هم شته چې د انسان د ژوند فز
يکې کارونه به لږ او هر څه به د ماشين په زريعه مخې ته وړل کيږي  خودا کارونه هغه وخت به وشي چې جنګ  ته د پاې
ټکۍ کيخودل شي  او علميت ته لومړۍ مقام ورکړ شي خو د عالمانو نظري تل د نا پوهو سيايستوالود  غفلت او خودخواهی او ناپوهي په ن تيجه کې سياستونه د جنګ او دوحشت سره نا هليي زيږوي  چې پايله يي بشري ناورين دی
 نن صبا زمونږ جنګ ځپلې هيواد وال يي  د قربانۍيوه بيلګه دي او زمونږ رنځور  ملت  ددغې پيښی قربانيان دي دا ځکه چې  چې د سولې راوستو په موخه بهرني تجاوز ګران زمونږ هيواد ته د سولې تر عنوان لاندې افغانستان ته راغلي دي  او ناری وهي چې مونږ د بشر د حقوق مدافين يو او د ټوپک په خوله سوله  راوړو تاسې وګوری چې دايوداسې غلت اوقهر اميز سياست څخه پيروي دی چې په نړۍ کې سارې نلري ايا دا اقدام به ګټور وي چې د ټوپک په زور  مونږ ته د يو روښانه را تلونکي زيرۍ را کوي حال دا چې   هره ورځ زمونږ بيګناه افغانان مري،بی کوره کيږي او دژوند مهمو ارزښتونو نه بی برخه کيږي که افغانستان
 هر څومره ورسته پاتی هم وي او شي بيا هم  د خپل ښه او بد په هکله بهرني سياستونو کې دخپلو دښمنانو لاسونه چې تر مړوندونو پوری په وينو ککړ دي  ګوري چې دا خلک سوله نه غواړي او نشي راوستلاې دا ځکه چې سوله دټوپک په زور نه بلکۍ د خبرو اترو ،  جرګو ، مرکو، ګذشت او بخلواو بخښنه غوښتلو او  د خلکو غوغښتنو کې نښتې دي  دا ځکه چې تجربو ښودلې دی چې ښه پو عالم هغه څوک ده چې بخښنه وکړي او بخښنه وغواړي ښه به دا وي چې خپل په تيروتنو د جنګ ټول اړخونه يو ځل کتنه وکړي او په دې پوشي چې سوله څه معنا او مفهوم لري ؟ او دجنګونو پايله او برۍ په څه کې ده؟
زمونږ مقدس دين هم په دی نظر دی چې انسانان ټول دادم اعلي سلام او بی بی  هوا اولادي او خداې(ج) ټولو ته لارښوونه کړۍ چې د انسانيت په چوکاټ کې يودبل سره ژوند وکړي  او دا چې اسلام د سولې ،انسانيت ، او د ځمکۍ په سر د بشريت لپاره په سوليزه فضا کې د ژوندکولو ښکلې قانون لري  نوزمونږ مسلماناخويندې وروڼه دهمدې اصل په نظر کې نيولوسره د خپل سياسي امتيازاتو څخه لاس واخلي او نړيوالوته داسلامې سولې قانون رښتنۍ اهداف نه د ټوپک په زور بلکه په قوي عقيده او قناعت بخښونکي علمي دلايلو باندې د خبرو اترو له لاری جرګو ته کينې او د خپل مظلوم ملت د وينی تيولو څخه د سولۍ په موخÙ


 ‡  داسلام د نسلونو دزياتوالی په موخه دجنګ نه لاس واخلي ترڅوزمونږ د افغان  ملت مسلمانو خويندو، وروڼو، واړه ماشومانو اوسپين ګيرواوسپين سرو ته دجنګ د شر نه نجات ورکړي  دا ځکه  چې د نړۍترخه جنګونه دنړيوال په ژوند ډير بداو ناو
ړي  اغيزي پريښي دي  که مونږ د نړيوال  اول  اودويمۍ نړيوال جنګونو ته نظر واچوو نو پرته د ترخو خاطراتو نه نور څه نه نشو موندلاې نوسوله هغه وخت مينځ ته راتلاې شي چې د زړه د اخلاصه ورته زيار او زحمت ويستل شي  د ټولنۍ خلک هم په دې پوه شي چې ښه شخصيت هغه څوک ده چې له صبر اوصيلی نه کار واخلي بخښنه وکړي او خپل د تير وتنو نه بخښنه وغواړي زه ستاسې پام يوه داسې چا خبروته  اړومه چې هغه ډورا کاژول نوميږي ډورا ددوهمۍ نړيوالۍ جګړۍهغه قرباني  شوې ښځه ده چې په جنګ کې خپل   د ژوند شته يې دلاسه ورکړې او يواځې د خپل سرونو دساتلو په موخه د خپل هيواد څخه کاناډا ته دسوليز ژوندÙ
 �ه موخه راغلي دي    چې بيا تر نن ورځ پورې بيرته خپل هيواد ته د بيرته ستندو چانس يې تر لاسه کړې نه دي  ډورا چې اوس ډيره زړه ده لا هم د خپل کورنۍ د خلکو د ليدو ليواله ده حال دا چې تر نن ورځ پورې هم د خپل د کورنۍ ديو غړي سره په ليدو موفقه شوې نه ده هغه وايې ددۍ کورنۍ ددويمۍ نړيوالۍ جګړۍ قربانيان دي  ستاسې پام د ډورا کاژول  دغه لندۍ کيسې ته اړومه

کيسه ويونکۍ ډورا کاژول   ژباړه زرلښته حفيظ

دنوبل جايزه يا ورکه سوله
ګرانو لوستونکو:- تاسی پوهيږئ چې د نو بل جايزه چا ته ور کول کيږي هو هغه چا ته چې د سولې دراوستلو په بر خه کې يي
بی له هر ډول تعبض څخه انسانانو ته  ډير په زړه پوري کارونه کړی وي   او د خپل ښه خد متونو په بدل کې يي دزرګونو انسانانو زړونه يي لاس ته را وړی و ي   او انسانان يې دسوليز ژوند په ازښتنو پوه کړي وي راشئ په دې هکله يوه خوږه کيسه د ډورا کاژول نه واورو

څلورنوي کلنه ډورا کاوژل يوه جرمنۍ ښځه ده چې کلونه پخواددويمې نړيوالۍ جګړۍ په نتيجه کې د خپل کور او هيواد څخه کاناډا ته د سوله يز ژوند په موخه پناه اخستې ده د هغه لومړني ليدنه د هغه د ميړه سره ډيره رومانتيکه کيسه لري ډورا د خپل وطن د هسکو غرونو لمنو کې دخپل نوي پپيغلتوب  خواږه لحظو نه ډيره په زړه پورې خاطرې لري چې د هغه خوږو کيسو نه هم يوه  د هغه مينه او واده د ه هغه داسې وايي زما د نوې پيغلتوب د مغرورې زمانې مستې شيبې وی چې ما (امندو )د خپل هيواد د غرنولمنو کې وليد چې دا يوه  پسرلنۍ ورځ وه


هغه وايي پسرلۍ وه غرونه تک شنه او ارغواني ګلانو سره پوخل شوې ول د پسرلي په ورخو کې معمولن سيلانيان غرونو ته راځي  او زمونږ کور هم د غره په لمنه کې وه
ما امندو د پسرلۍ په سر کې په داسې حال کې چې  په اس  سپور زما خواته راغی  وليد د اس نه ښکته شو او مانه يي د څکلو اوبه وغوښت رواج خو دا و چې ما به ورته د ميلمه پالنۍ له مخې يو ګيلاس واين (شراب)ور کړی واې خو ما له ځان سره سوچ وکړ چې راشه اوبه ورکړه هغه مسافر دې خداې به خوشحال شي شراب کې به څه خير وي نو ما ورته د اوبو لوښې کې رڼی يښی اوبه ور کړه  دی چې دا اوبه يې وليد حيران شوماته په خندا شو اوبه يې وڅکل او دومره يي راته وويل چې بله ورځ به بيا راځي ماورته په ورين تندې هر کلې وويل چې هرکله راشئ
بله ورځ راغی زما دپلار سره زما د واده خبرې وکړی پلار  او مور مې له مانه مشوره و غوښتل په دې توګه کلونه کيږي چې مونږ په ډيره مينه ژوند تيروو د واده ثمر مو دوه زامن دي خو کله کله زه ورته وخاندم چې  زامن دی تا ډ يرښه ساتي او پری ګرانه يې راته خاندې او وايي چې همداسې ښه مې روزلي دي او ښه مې ساتلي ول
اوس ډورا ډيره زړه ده دکورغړي ورته نيا وايي دا ځکه چې مسيان او کړوسي لری ډورا ليکواله وه خو اوس يې په ګوتو کې د قلم د اخيستلو شيمه نه ده پاتې او کم زوري لاسونه يې د لوې او درانده کتابونو په لاس کې دنيولو توان نلري خو سپک کتاب د چشمو په کمک لوستلې شي ډورا په ځوانۍ کې ډيره ښايسته وه ما د هغه عکسونه د هغه د تصويرونو په البوم کې ليدلې ده زه اکثرن ډورا سره د ليدلو ليواله يمه هغه ډيره مهربانه ده د هغه د مخ په ګونځو کې د زمانې د نا خواو ډيرې کيسې لوستل کيږي کله کله زه ګورمه چې ډير خلک واړه او زاړه د ډورا ليدلو ته راځي او ګيډۍ ګيدۍ ګلان ورته راوړي يوه ورځ مې ورته
 وويل زه فکر کومه چې په ډيرو ګرانه يې ځکه ستا ليدو ته ډير خلک راځي هغه په ښه جرعت راته وويل زما په نظر فکر کوم چې چا سره مې بد نه دي کړې په دغه شيبه کې مې په لوړ اوازو وويل واو او بيا هغه هم د خندا مل شوه هغه څلور نوي کلنه ده خو لا عقل يې پر ځاې ده
کله چې ډورا و ګورې نو په ورين تندې په يوه خوږه مسکا به درته هر کلې ووايي او ماته زما نوم په انګليش
کې طلايي لښته يا د ( زرولښته) وايې
نن زه کارته نه وم تللې زما روخصتي ورځ وه  خپله د خوب کوټه کې مې کتاب لوستيله چې د تيليفون شرنګې و شرنګيد  زړه نا زړه مې تيلفون اوچت کړلو يوه نرۍ اوازلکه د ماشوم  مې تر غوږ شو چې په انګليش کې راته وويل د زرو لښته سهار دی په خير!


او بيا لږ غلې شو اواز اشنا وو خو نه پوهيدوم دا به څوک وي ځواب مې وويل بيا يي په خبرو پيل وکړل وويل زه ډورا کاژول خبرې کوم هاهاها
ځواب :-ښه نيا تاسې ياست!
ډورا:-هو
ډورا:-په څه بوخته يې ؟
ځواب:- د سولۍ په لټون کې يمه کتابونه ګورمه
ډورا:-هاهاها ماته چا وويل چې ته نن کارته نه يې ورغلې ؟
ځواب هو همداسې ده
ډورا:- که وخت لری د ورځې په جريان کې ما وګوره خو دا به راته وايي چې څه وخت؟
ځواب:- ښه سمه ده
ډورا:-نو چې سره و مو ليدل دسولې د لټون کيسه به هم درته وکړمه يو څو کتابونه به هم درکړمه  ډيره جالبه وه ما هم ور سره ومنله او وخت مې وټاکل کورته يې ورغلمه ډورا په ورين تندې راته  هر کلې وويل او ډيرې کيسی يې را سره وکړه هغې راته د سولې د لټون کيسه داسې وکړ \”کله چې مادر تريسا ته دنړۍ د نوبل جايزه ورکړه شوه
نويو چا دهغه څخه پوښتنه وکړه چې مورې مونږ څنګه کولاې شو چې نړۍ کې سوله تا مين کړو نو مادر تريسا په ځواب کې ورته وويل  \”لاړ شه کورته او خپل کورنې سره مينه وکړه خپل بچيانو او ښځه ته مينه ور کړه مينه دزړه پرتخته وليکه او دزړه په صندق کې دتل لپاره ځاې ور کړه او داسې بند کړه چې تل در سره اووسي خلکو سره تل مخلص اوسه ته به تل بريالی يي مادرتريسا يوورځ کيسه وکړل چې  \” يوه ورځ يوه ښځه په ژړا ماته راغې او ډير يي وژړل و ويل چې د هغه لور خپل بچيان او ميړه يي پرښې او د کورنه مرور وتلې دې بيل ژوند يې پيل کړيده  د ژوند نه داسې زړه تور شوې ده چې  حتا نه غواړي خپل مور وګوري
 نو ما ورته وويل چې ته په هغه ورځو باندې يوه کتنه وکړه کله چې ستا لور ماشومه وه څه يې خوخيده نوهغه
ورته واخله بيله دې چې د بيرته اخيستو طمه ورنه وکړی  کورته ورته ويسه نو بيا ورته په طمه اوسه چې هغه څه کوې نو هغه ښځه دا يې ومنله ولاړله يوه ګيډۍ ګلان اوټوټه يې  واخيست خپل لور کورته ولاړ ه ورته په ميز يې کيښوده او بيرته ترې ستنه شوله  څو ورځې وروسته لوريې ورپسې راغله او ويې ويل مورې مورې زه تا سره مينه لرمه او تا غواړمه ستا مرستې ته اړتيا لرمه نو هغه وو چې په دې توګه هغه انجلې د خپل مور په مرسته خپل بچيان او ميړه سره پخلا شوه په يو کور کې د سولۍ په فضا کې سره ژوند پيل کړل نو سوله په ټولنه کې هغه وخت راتلای شي چې د کينې ځاې مينه او د نفرت ځاې محبت ونيسي او


 هم دې ته انسانان بايد پاملرنه وکړي چې  هرچا نه تيروتنه کيږي د تير وتنۍ ځواب عفه او بخل دی انسانان بايد په دې پو شي چې دجنګ پاې فقط او فقط سوله ده سوله د ټوپک په زور نشي راتلاې  او دا ورکه سوله به هغه وخت پيدا شي چې په ټولنه کې د دښمني ځاې مينه او د نفرت ځاې محبت ونسي نو هله به ورکه سوله پيدا شي پاې

او دلته د ادب په ژبه تاسی رابولمه دسولۍ په هکله زما شعرونو ته

 دسولې جرګه

شمله ورو پټګي وتړئ جرګه شئ
دارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ

د نازو بچي شټيږي په سرو وينو
يا ميرويس شئ يا احمد دزرغونه شئ

ياپټګي له سره ښځو ته ګذار کړئ
يايوالي د غيرت جګه شمله شئ

دوختنو دظلمت دور کړئ ختمه
يوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ

ما ليدلي پښتانه کم زوره نه دي
دتاريخ په زرين پاڼو کې ښايسته شئ

د حفيظ د هيلوسپين کوتری ورک دي
بيادسولې سپين کوتری شی جرګه شئ


د سولې سـندره
ای د وطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کېږدئ
سولې ته جنډې تړئ نذرونه په زيارت کېږده
***
جوړشوکتارونه په هوا کې دسپين غرپه لور
پاس په اسمانوکې لړې لړې ځي تورغرپه لور
والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور
بياد سولې غږ شئ دپښتون دلوې ټبر په لور
 ***
زرکې په شان درومئ ارمانونه دغيرت کېږدئ
سولې ته جنډې تړئ لاسونه په زيارت کيږدئ
***
بيا چې بورې نه شي دوطن داغيرتي ميندې
بيا چې کونډې نه شي دوطن دا ګلالې ناوې
بياچې ديتيم ژړا وانــــــــه ورم د تنکي بچي
بيابـــدله مه كړې په ويرونو دازمونږ ښادي
 ***
جوړتری بيرغونه سره شالوونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډې تړئ لاســــــــونه په زيارت کيږدئ
 ***
خداې خولوې بادشاه دی که قبوله زمونږ سوالونه شي
ختمې شي د ويرشېبې خوشحال مو خفه زړونه شي
بيا  حفيــــــظ شي  ښــاده  د ارمان غوټۍ ګلونه شي
هره  خوا ته خوښي  وي  د  ډولـــــــــــو نو اوازو نه  شي
***
خداې ته هيله وکړه ارمانونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړئ لاسونه په زيارت کيږدئ

 دسولې انتظار


دا ويرونه ماتمونه  دغه تور تور ماښا مونه
له ژړانه ډکې سترګې اوله غمه ډک وختونه
دغه سوې  سوې  زړونه  دځوانانو  دا  لوو نه
د ا د  ميندو  فريادونه   د ناويانو ارمانونه
***
له جنګونونه په کرکه دا ناره زه په باربار کړم
وير ځپليو پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم
***
د  تنکيو زلمو  لــــــو دی جنازی  دي   راروانې
درپه درپښتنۍ ګرځي وينې سرې دي را روانې
ناپوهي د  خو دغرضو نه  لمبۍ  دي  راروانې
د  قدرت  مسابقو کې توری  شپی  دي   راروانی
***
كونډې ژاړي هديروکې په زړګي يې نا قرارکړم
وير ځپليو پښتنو ته زه د ســــــــولې انتظار کړم
***
دا کمزوره ضميرنه دى چې زه وينه ليدى نه شم
زه شيرينه د فرهاد يم څنګه مينه ليدى نه شــــم؟
مور سبق د غيرتونو په زانــــــګو کې راښو دلې
بس په ويرکې دپښتون يم خفه زړونه ليدى نه شم
***
ناروا جگړه  روانه  دا فرياد زه په  بار  بار كړم
وير ځپليو پښــــتنو ته زه دسولې انتظار کړم
***
لروبرو پښتنو ته  دغيرت  جــــګو  شملو ته
د کونړ د سيند اواز يم دمامونې سر  دروته
تاتره  باندې زه ويــاړم  د وياړونو نښانه  ده
دشمشاددلوړې څوکې دسپين غرښکلی وږموته
***
دولي خان په مزار کې ديــــــــــــوالې خريدار يم
وير ځپليو پښـــــــــــــتنو ته زه دسولې انتظاريم
***
تاريخونه  مې  لوستلي  د ملالې کارنامه ده
اسارت  منلې  نه  شم  دغازي  ادې  کيسه  ده
دنازو ادې په خيال کې ما دخيرځولۍ نيولې
پښتانه دي راټول شوي دپښتو په نوم جرګه ده
***
تورطوفان کې راحصاره د حفيظ ز ړه نه اقرار کړم
 ويرځپليو پښتـــــــــنو ته زه د ســــــــولې انتظار كړم
سوله
زما د کونډو يتيمانو درپه در خيالونه
او بيا د جنګ ټيکه دارانو دلمبو اورونه

زما دزړه په خونه داســــــې لمبې بلې كړلې
لکه كباب چې دسكروټو په شغلو كې پروت وي

اوله زړگي مې څوقطرې كړي ورته بېلې بېلې
داسی زما ملـــت غمواوناكـــردو کی وســــــــو



خو زه لا اوس هم ورته سوله کی ارمان لټوم
داسی رنګين غوندې سپېڅلـــــى يوجهان لټوم

چې سره ګلاب په شان يې بياپه خوله خندا ووينم
چه د ارمان مرغــه می پورته په فضا ووينم

اوچت اسمان کی بيا دسولې پروازونه وکړي
بياد(حفيظ) ژوند کی دهيلو بڼ ګلونه وکړې

سوله وايي
زه د خپل يم ولې بولې مې پردې
يو الهام ستاد ژوندون او څو کالې

څوبه ناسته لاس ترزنه وي په طمه
زمارا تلو ته دا معصومه پر ديسۍ

تا په کورکې ميلمنه نکړم پښتو نه
پښتنۍ له ژړا ستړ ي په سلګۍ

زه د ښکلو دکاکل يوسپين ګلاب
تا ستي کړمه د جنګ په لمبه ګۍ

زه چې راشمه ستاکورته په پرواز
بيا په زوره هاها وکړی ما شړئ

زه دلمر سپينه ځلا د غرونو شاته
تا په خپله خوښه کړي دي تيارې

زه او ته خوله ډير وخته مينان يو
سپين هنداره يم په جب که مې ساتی

چې زما د اوسيدو په طمه نه يي
خوار پښتونه ولې بيا کوی جرګۍ

د وختنونو تقاضا يم اوس مې واخله
اې پښتونه راشه وکړه فيصلۍ

د حفيظ ارمان پوره به شي د رځم
جنکۍ په زيارت کړي دي زارۍ



دسولې ارمانجن
مادسولې په کوترو ې حساب کړئ
زمااوښکې مرغلروکې حساب کړئ

جها نونه  لړز ومه که  مې  زړه و ي
نا بغان به لو يوم که مې ايرا ده وي

زه په غيږ کې ورته ښايم غيرتونه
ټول جهان به ويښوم که مې اثره وي

زه دسولې يو زانګو لرم سينه کې
ټينګه کلکه ايراده  لر مه زړه کې

زمانې و ژ لې ډير په نا کر د و يم
سوزولې د نفاق په سرو لمبو يم

چې زمامظلوم اولس پرې خوشحاليږي
ارمانجن د داسې سولې د راتلو يم

دحفيظ دژوندکتاب په ختميدوشوه
خدايه اوښکې تيوم سرپه سلګويم


 سوله په تعريف کې
سوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړي
سوله ده چې جهل ته رڼا راوړي
سوله ده   زموږ داميدو ډيوه
سوله  ده زموږ د ميلتو هيله
سوله دنړۍ ټول انسانان غواړي
سوله دزانګو ټول ماشومان غواړي
سوله د زړې بوډۍ ورغوي کې
سوله په دوعا کې مسلمان غواړي
سوله ښه قانون دی د  بشر حقوق


سوله د نړۍزحمتکشان غواړي
سوله ده سمبول دښځينه احساس
سوله دمعيوب دزړه ارمان غواړي
سوله د انسان د ژوندقانون غواړي
سوله د نژاد تبعيض بدلون غواړي
سوله د جنګونو اختتام نوم ده
سوله  دټولنۍ  د ارام نوم ده
سوله د يتيم د مخ خندا زيری
سوله طبعيت ته دښکلا زيری
سوله دقومونو اتحاد معنا
سوله مې دسوې زړه فريادمعنا
سوله هر مين ته د وفا زيرۍ
سوله دژوندودن د تقاضازيری
سوله مو دپيغلو د اوربل ګلاب
سوله مودځوان دژوندداخترکتاب
سوله په نړۍ کې هرانسان غواړي
سوله مووطن ته هرافغان غواړي
سوله دجنګونو اختتام نوم ده
سوله ژوند صحنه کې دارام نوم ده
سوله د نړۍ پر مخ سمون غواړي
سوله د جنګونه اووښتون غواي
سوله د حفيظ دډير سلګو ارمان
زمادځوانيمرګ١د ژوندشيبوارمان
دلته دځوانيمرګ ارمان* څخه مطلب زما د شهيد وراره کوم چې په
هالند کې د موټر په ټکر کې  د دپينځو نورو افغاني ځوانانو سره
يوځاې   ددونيا نه سترګې پټي کړي ده
دسولې قهرمان

پښتنه يمه تاجک يمه افغان يم
يوساده شانته يو پاک زړه مسلمان يم

ما په کاڼو باندې مه ولۍ عالمه
فراري يم ګنګاره بی پرسان يم

داد ښکلو رڼا ګانوښار به څه کړم
زه ميشته درنه په کور کې دافغان يم

زما دښکلوشازلمو هيلي شوي خاورې
تور لحد نه اواز راشي چې ارمان يم

دسياست ډګر ته نه دانګمه ځکه
بيطرف يمه کيسه د يو داستان يم

دحفيظ ليکنې هلته دلوستو شي
چې نارې کړي زه دسولې قهرمان يم
د سولې مرغۍ

راغله پرواز و کړ د سولې مرغۍ
ما سره يي راز وکړدسولې مرغۍ
وئيل ستاکلۍ کې مې نه پريدي څوک
سترګۍ يي سرې وي ژړيدله مرغۍ
يو څو جملو کې د ا و يئله مر غۍ
لاړ م  پښتون ته په سلام کينا ستم
جرګه جرګه شوم په هربام کناستم
په ډير ادب او احترام کينا ستم
لکه  څپيسلې مسلمان کينا  ستم
ما د ورورې بيان هر يو ته وکړ
د قتليد و بيان هر يو ته و کړ
ما ويل دا څو ورځ ژوند وفا نه لري
خوني جنګو نه ا نتها نه لر ي
راځې چې ورکړو د ورورې لاسونه
جنګ خو بدرنګ دی هيڅ ښکلا نه لري
د ژو ند ډ ګر کې دا درا نه پښتانه


هر تجاو ز ته سره لمبه پښتا نه
ماته يي و و ئيل لږ وا ر وکړه
رقيب شړو لږ انتظار وکړه
مونږ ازادي د ژوند مظمون غواړو
غلامي ژوند نه اوښتون غواړو
مونږ تجاوز د چا منلې نشو
نا سم وختنو ته سمون غواړو
ماويل د سولۍ سپين کوتره يمه
ما سره مل شئ جادو ګره يمه
څه موچې زړه کې وي هغه به کوو
يو څو خبرۍ پښتانه ته کوو
راځې چې زړونه په ايمان کې وا خلو
قران په زړه جرګه جانان ته واخلو
دا دونيا وال به سره  کينوو ټول
رقيب ته ماته برۍ ځان ته واخلو
پښتون اشنا راته مسکا يې وکړ
د خوشحالې او ناز خندا يي وکړ
ويئل اې سو لې تا به ښه سا تمه
لکه چې ستر ګو کې ليمه ساتمه
که ازا د ې د ې را ته و ګټله
لکه قران د ې پاس په وره ساتمه
ما ويل راځه جانانه زړه در کوم
ټينګه وعده ګې به جرګه در کوم
چې برۍ ستا ده ته ګټۍ دا ميدان
حفيظ ساتلې  د ه د سولې ارمان