کور / شعر / سوله غواړو

سوله غواړو


زموږ پر سر باندې ولاړ اسمانه !
چې دې شفق زموږ  له وينو ځنې رنګ اخستى
ته خوشاهد يې تا زموږ ننداره ښه کړېده
 ته او خداى رښتيا به وايې !
 زموږ  د زلميو ارماني جنازې ، د ستا له ستورو ځينې ډېرې نه وې ؟
زمونږه ښکلې او حسينې پيغلې په ښايست ستا له سپوږمۍ تېرې نه وې؟

خو ته خبر يې او تا ښې ليدلې
 چې لوپټې يې دحيا لوټېدې ،
 څنګه ى  په چيغويې خورول ملکونه    څنګه له سترګو يې اورېدل اورونه ؟
 اسمانه  وايه کنه !؟
 چې پر سرونو ښخېدل تور پولادي مېخونه
 تا دهغو ټکارى او رېدلو ؟
چې په ژوندنې له بدنه غوڅېدل هډونه
 تا د چړو خرپارى او رېدلو ؟
 اسمانه ! وړوند خو نه يې وايه کنه !
 تا د زلميو د سرو  منارې ولېدلې   تا د سرو وينو تکې سرې فوارې وليدلې ؟
 تا دلنبو په غېږ کې ښکلي ماشومان وليدل ؟
 تا په ګوليو غلبيل شوي مظلومان ولېدل ؟
 اى د غمونو  او دردو شاهده !
 زموږ نيم ژواندي او ټوټې هډونه  نور د جګړو په خدايږو تاب نه لري .
 خير دى زموږ د بې اسرو او کړېدلو چيغې
ددې جهان واکدار ته ورساوه  او ورته ووايه چې  :  دا تش په نوم  باندې ژوندي وګړي
 په خپل کنډر او نړېدلي چم کې
 ستا له درباره مينه او سوله غواړي !!!