د وېښ ځوانانو لاريونونه : پريکړه ليک ، خبرونه او انځورونه Fotos

د لراوبر اداره | سپتمبر 22nd, 2008


د لندن او ننګرهار عکسونه د ټولو نورو سره يو ځای د لراوبر په انځورونو کي وګورئ .


 


د پريکړه ليک پښتو بڼه :


۲۱ سيپتمبر د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ كې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې، څو د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سولې په نوم شخړو او دښمنيو ته د پاى ټكى كېږدي. ويښ ځوانانو په همدې موخه د سولې په نړيواله ورځ د يو ستر سوله ييز لاريون تابيا كړې، چې په افغانستان كې د سولې راوستو په هيله، دوې سترې او پر ځاى غوښتنې كوي: 
 


١-   افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي.


٢ –  2010  كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي. 
 


موږ د يادو شويو غوښتنو د عملي كولو لپاره په لاندې ډول د خپل سوله ييز لاريون پرېكړه ليك وړاندې كوو. 
 


۱ –  افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي




  • څرنګه چې بهرني ځواکونه افغانستان ته د سولې په نامه راغلي ، موږ له دوی څخه غوښتنه کوو چې ، له ټولو هغوکړنو څخه چې په هغې کې د ملکي وګړو د وژنو او نورو زيانونو ګواښ وي ، په کلکه ډډه وکړي او د افغان ولس د اسلامي او کلتوري ارزښتونو درناوی وکړي .



  • له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كوو چې په افغانستان كې  د هر ډول بهرنيو لاس وهنو مخنيوى وكړي او پر داسې يوه طرح كار وكړي چې له مخې يې د افغانستان د سياسي، امنيتي او اقتصادي چارو واك په رښتيني توګه افغان ولس ته وركړل شي.



  • په افغانستان كې دجګړې له ټولوښكېلو اړخونو څخه غوښتنه كوو چې د ستونزو د حل لپاره د جګړې پر ځاى د سولې لاره غوره كړي ، سمدستي دې اوربند اعلان كړي او د سولې يوې داسې جرګې ته ، چې په جنګ كې دټولو ښكېلو اړخونو استازيتوب وكړاى شي، د روغې جوړې واک ورکړي.



  • له افغان ولس څخه زموږ هيله داده ،چې د سولې لپاره يو بل ته لاسونه وركړي او جګړې، جګړه مارانو او بهرنيو لاس وهنو ته په يوه غږ  نه ووايي .


۲- 2010 كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي


افغانان په دوديزډول سوله غوښتونکي خلک دي،خو له بده مرغه دادرې لسيزې په بېلابېلو نومونو جګړه پرې تپل شوې ده . موږ د خپل هېواد په  تاريخ كې د فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچاحان)په څېرداسې سترې سوله ييزې نړيوالې څېرې لرو چې ټول ژوند يې د سولې  لپاره مبارزه كړې ده.


باچاخان د تېرې سليزې په لومړيو كې د ټول انسانيت لپاره د عدم تشدد تر شعار لاندې د خدايي خدمتګارانو په نوم د افغان ولس يو ستر بې وسلې پوځ جوړ كړى و، چې هرې ستونزې ته يې د جنګ پر ځاى د سولې له لارې حل پيدا كاوه. نړيوال د همدې مبارزې له امله باچا خان د يو ستر سوله پال افغان په نوم پېژني.


نو د دې لپاره چې د افغانانو په اړه اوسنی غلط تصويراصلاح شي او همداراز دپاچا خان د سولې پيغام يوځل بيا دنړيوالواو ټول افغان ولس غوږو ته ورسول شي  ،موږ : 


– له ملګر وملتونوڅخه غواړو،چې زموږ (( 2010 كال دې دباچا خان په نوم ونومول شي.)) غوښتنې ته د هو ځواب ووايي او د عدم تشدد د فلسفې د ژوندي كولو په موخه بېلا بېل اكاډميك مركزونه جوړ كړي. 


– دا چې فخر افغان باچا خان ټول عمر د افغان ولس د سولې لپاره مبارزه كړې نو له افغان دولت او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت څخه غوښتنه كوو چې دده پېژندنې ته دې په تعليمي نصاب كې ځاى وركړل شي. 


–  همداراز له افغان دولت څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان په نوم دې په هېواد كې يو پوهتنون جوړ كړاى شي. 


– له اطلاعات و فرهنګ او په ځانګړې توګه د ملي راديو تلويزون له مسولينو څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان د لا پېژندنې په موخه دې بېلا بېلې خپرونې پيل كړي. 


– له  افغان دولت، مشرانو جرګې او ولسي جرګې څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان په نوم د 2010 كال په نومولو كې دې، زموږ هر اړخيزه ملتيا وكړي.   
 


٢١ سپتمبر از طرف ملل متحد به نام روز جهانى صلح در تمام جهان مثمى گرديده است ، تا اينکه تمام مردم جهان با يک صدا به نام صلح به درگيرها و دشمنى ها پايان ببخشند . ويښ ځوانان در نظر دارند تا به همين هدف در روز بين المللى صلح يک راه پيمايى مسالمت آميز به راه بياندازند ، که آنها به آرزوى آوردن صلح در افغانستان خواسته هاى به جا و بزرگ دارند :  
 


١- به افغان کشى پايان داده شود


٢- سال ٢ ١ به نام با چا خان مثمى گردد .  
 


ما براى عملى شدن خواسته هاى فوق قرار ذيل قطع نامه راه پيمايى مسالمت آميز خود را اعلام ميداريم .  
 


١- به افغان کشى پايان داده شود .




  • از آنجائيکه نيروهاى خارجى به نام تحکيم صلح به افغانستان آمده اند ، ما از آنها ميخواهيم تا از تمام اعماليکه در آن افغانها به مرگ و يا خسارات ديگر تهديد شوند ، شديداً اجتناب نمايند و به ارزشهاى اسلامى و فرهنگى مردم افغان احترام نمايند .



  • از ملل متحد ميخواهيم تا جلو هر نوع مداخلات خارجى در افغانستان را بگيرد و بالاى طرحى کار کند که به اساس آن تمام اختيارات سياسى ، امنيتى و اقتصادى به مردم افغانستان سپرده شود .



  • از تمام جوانب درگيرى در افغانستان خواهش ميکنيم تا براى حل مشکلات عوض جنگ راه صلح را اختيار نموده ، آتش بس اعلان نمايند و اختيار مذاکرات را به يک جرگه ايکه از تمام جوانب درگير نماينده گى نموده بتواند ، بدهند . 



  • توقع ما از ملت افغان اينست تا به هدف تحکيم صلح با همديگر دست داده و براى جنگ ، جنگجويان و مداخلات خارجى با يک صدا نه بگويند .


 
 


٢- سال ٢ ١ ميلادى به نام باچاخان مثمى گردد.


افغانها مردم صلح خواه اند ، اما بدبختانه سه دهه جنگ به نامهاى مختلف بالاى آنها تحميل گرديده است . ما در تاريخ کشور خود چهره هاى جهانى بزرگ صلح دوست مانند فخر افغان خان عبدالغفار خان ( باچاخان ) را داريم ، که تمام در تمام زنده گى براى صلح مبارزه نموده است .


باچان در اوايل قرن گذشته براى تمام بشريت تحت شعار عدم تشدد يک ارتش غير مسلح بزرگ مردم افغان به نام خدمتگاران خدايى ايجاد نموده بود ، که براى هر مشکل به عوض جنگ از طريق صلح راه حل پيدا ميکرد . مردم جهان به علت همين مبارزه باچاخان را به حيث يک افغان صلح دوست ميشناسند .


براى اينکه تصوير غلط در مورد افغانها اصلاح گردد و همچنان پيام صلح باچاخان يک بار ديگر به گوشهاى جهانيان و مردم افغانستان رسانده شود، ما :


از ملل متحد ميخواهيم خواسته ( سال ٢ ١ ميلادى به نام باچان مثمى گردد. ) ما را بپذيرد و به هدف زنده ساختن فلسفه عدم تشدد مراکز مختلف اکادميک ايجاد نمايند .  
 


اينکه فخر افغان باچا خان در تمام زنده گى خود براى صلح مردم افغان مبارزه نموده است از مردم افغان مخصوصاً او وزارت معارف ميخواهيم تا براى شناخت وى در نصاب تعليمى جا داده شود .  
 


همچنان از دولت افغان ميخواهيم تا در کشوربه نام باچاخان  يک پوهنتون تاسيس نمايد .  
 


از مسؤولين وزارت اطلاعات و فرهنگ مخصوصاً از مسؤولين راديو تلويزيون ملى ميخواهيم تا براى شناخت هر چه بهتر باچاخان برنامه هاى مختلف را به دست نشر بسپارد .   
 


از دولت افغان ، مشرانو جرگه او ولسى جرگه ميخواهيم تا در مثمى نمودن سال ٢ ١ به نام باچاخان ، از ما حمايت همه جانبه نمايد .  
  
 


The UN has marked the September 21st as the International Day of Peace, to bring an endpoint to violence and enmity.


Awakened Youth Association plans to arrange a grand peaceful rally on 21st September, 2008.


We have two key demands for brining peace to the war wrecked country of Afghanistan.




  1. Afghanicide must be stopped.



  2. The year 2010 must be named the year of Bacha Khan.


We present a statement for implementation of our key demands as below:




  1. Afghanicide must be stopped.



    • The foreign soldiers that have come to our country for bringing peace to the war wrecked country, we demand from them not to repeat any activity that will cause killing and harming of civilians, and to respect Islamic and national values of Afghan civilians.



    • We demand from UN to stop any foreign interference in our country, and we want UN to make a plan in which charge of political, economical and security should be honestly transferred to Afghans.





    • We urge all involved in the Afghan conflict to choose a peaceful resolution instead of fighting. They must impose curfew and hold a special Jirga in which all concerned parties can participate in and can present their suggestions.



    • Our suggestion from Afghan nation is to get united and say no to fighting, warlordism and to foreign interference.




  1. The year 2010 must be named the year of Bacha Khan.



    Afghan are traditionally peace loving people but unfortunately since last three decades war has been imposed on them.



    We in our country have personalities like Khan Abdul Ghaffar Khan, Bacha Khan, who spent his whole life for promotion of peace, fraternity and good will for the whole humanity.



    Bacha Khan at the advent of the first decade had prepared an unarmed peace force of Khudai Khidmatgars on the philosophy of non-violence. This force strived to solve every conflict through peaceful means and that is why the world today knows Bacha Khan as a great peace personality.



    So in order to wash away the present wrong concept about Afghans and to bring the peace message of Bacha Khan once again to the ears of Afghans:



    – We want UN to open academic centers to promote the philosophy of non-violence.



    – We demand the education ministry to include the teachings of Bacha Khan in the text books and similarly demand the Afghan government to open a university in the country with the name of Bacha Khan.



    – We demand the information and culture ministry to broadcast special programs on the life and struggle of Bacha Khan



    – We demand Afghan government, Parliament and Masharano Jirga to support us is our demand of declaring 2010 as the year of Bacha Khan.


********************


ويښ ځوانان د جرمني د کولن په ښار کي















































































































































 






 







نن د المان د کولن په ښار کي هم ددې ښار او شاوخوا سيمو زيات شمېر افغانانو د سولي د نړيوالي ورځي په مناسبت سوله ايز لاريون وکړ، ددې لاريون مشري عبدالولي برهاني کوله ، په لاريون کي د ځوانانو سره يو ځای زيات شمېر کورنيو ، تنکيو ماشومانو ، مېرمنو او د پاخه عمر کسانو هم  د افغان وژني د بنديدو او ( ۲۰۱۰ ) کال دي د باچاخان په نوم ونومول شي ، شعارونه له ځانونو سره لرل ، د لاريون په ترڅ کي د وېښ ځوانانو له خوا صادر شوی پريکړه ليک د عبدالولي برهاني له خوا تر لوستلو وروسته په بن کي د ملګرو ملتونو دفتر ته ولېږدول شو . دا لاريون نن ماسپښين دوې بجې پيل او تر پنځه بجو يې دوام وکړ .

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

 


 


په کابل کي د ويښ ځوانانو د لاريون انځورونه


نن يو زيات شمېر ځوانانو په کابل کي د سولي د ورځي په مناسبت سوله ايز لاريون وکړ ، لاريون کوونکو ددې ورځي په مناسبت سپني جامې په تن کړي وې د ( افغان وژني ته دي د پای ټکی کېښودل شي ) او ( ۲۰۱۰ کال دي د باچاخان په نوم ونومول شي ) شعارونه له ځانونو سره لېږدول ، لاريون د زرنګار پارک څخه پيل او د جمهوري رياست مخي ته  د ويښ ځوانانو د ټولني د مشر اسرار احمد کريمزي له خوا د ملګري ملتونو په نوم د ويښ ځوانانو پريکړه ليک ولوستل شو چي بيا وروسته د افغانستان د ولسمشر استازي ښاغلي آصف ننګ ته وسپارل شو .


































 
 
 
 
 
 
 
 
 
 


 


په مزارشريف کي د ويښ ځوانانو د لاريون


نن په مزارشريف کي هم زيات شمېر ځوانانو د سولي د نړيوالي ورځي په مناسبت په سوله ايز لاريون کي برخه اخستې وه ، ددې ځوانانو سپني جامې په تن وې او د سولي پر شنو شعارونو يې ( افغان وژني ته دي د پای ټکی کېښودل شي )  او ( ۲۰۱۰ کال دی د باچا خان په نوم ونومول شي ) شعارونه له ځانونو سره لېږدول . د لاريون کوونکو له خوا ددې ورځي ددرناوي په مناسبت سپني کوترې د تلپاتي سولي د راتګ په موخه هواته خوشي شوې . د مزارشريف ويښو ځوانانو د لاريون کوونکو ( ويښ ځوانانو ) له خوا صادر شوی پريکړه ليک ولوست او بيا يې د ملګرو ملتونو استازي دفتر ته وسپاره .


 


























 
 
 
 
 
 


 


په خوست کي د ويښ ځوانانو لاريون


نن د سولي د نړيوالي ورځي په مناسبت د نمانځنو په غونډو او مراسمو کي د خوست ولايت ويښ ځوانانو هم د دې ورځي په مناسبت په خپل هيواد کي د افغان وژني د بندېدو او ۲۰۱۰ کال دي د باچاخان په نوم ونومول شي شعارونو په لېږدولو سوله ايز لاريون وکړ .


په دې لاريون کي تر زرو زياتو کسانو برخه اخستې وه ،




































 
 
 
 
 
 
 
 

Copyright Larawbar 2007-2024