کور / تازه خبرونه / پكتيا- د سولي نړيواله ورځ ولمانځل شوه

پكتيا- د سولي نړيواله ورځ ولمانځل شوه



نن شنبه ۲۱ د سپتمبر پكتيا مركز ګرديز كي د سولي نړيواله ورځ په شانداره مراسمو ولمانځل شوه ، په دي مراسمو كي سلا كار وزير او دپكتيا والي جمعه خان همدرد، د امني قومندان عصمت الله عليزى ، قومي مشرانو ، مجاهدينو ځوانانو او مدني ټولنو برخه اخيسي وه .


د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل : چي پكتيا والي جمعه خان همدرد ننۍ ورځي ته د دواړو اړخونو د اروبند له امله مننه وكړه ، دا يو ورځني او بند يي په نيك فال ياد كړ او د سولي د لا غزولو د هڅي غوښتونكۍ شو .


په جنوب ختيځ زون كي د ملي پخلايني مشر مولوي حبيب الله منګل وويل چي جنګ د حل لار نه ده او بايد په هر حال كي د خبرو لاره غوره شي، او له ښكيلو ډلو يي وغوښتل چي سولي ته احترام قايل شي او له جنګ څخه لاس واخلي .


په پاي كي د سيمي قومي مشرانو ، علماوو پكتيا والي جمعه خان همدرد ته په پكتيا ولايت كي د دايمي سولي ډاډ وركړ، او ژمنه يي وكړه چي په دي برخه كي به كوټلې ګامونه اخلي.