کور / تازه خبرونه / لوړپوړی طالب چارواکی له ګوانتانامو زندانه راخوشي شو

لوړپوړی طالب چارواکی له ګوانتانامو زندانه راخوشي شو

دوږي ٣١مه


دطالبانو دامارت جګپوړي چارواکي مولوي نورجلال جلال دګوانتانامو نه راخوشي شو .


دطالبانو دامارت پرمهال دکورنيو چارو وزارت اداري  چارو مرستيال مولوي نورجلال جلال دګوانتانامو له زندان څخه نن راخوشي اوپه کابل کې دسولې اوملي پخلايني  کمسيون ته وسپارل شو


مولوي نورجلال چې کونړولايت اوسيدونکي دي دريم نيم کاله وړاندې دامريکايانولخوا ونيول شو اوبيا دګوانتانامو کرغيړن زندان ته يوړل شو .


دهغه ترڅنګ دطالبانو سره دتړاو په تور نيول شوي ١٦ تنه نور بنديان هم  چې له بگرام اوڅرخې پله څخه راوړل شوي وو نن ديوې غونډې په ترڅ کې خوشي شول.


دراخوشي شويو بنديانوته دسولې او ملي پخلايني دخپلواک  کمسيون مرستيال ډاکټر نجيب الله مجددي وويل چې دوي هلې ځلې کوي ترڅو ټول هغه بنديان چې دبهرنيو ځواکونوپه زندانونو کې  دي راخوشي کړي .


هغه وويل چې تاسو ټول دامريکايانو دزندانونو څخه دسولې دنړيوالې ورځې په وياړ راخوشي شوي ياست اوتاسو څخه موهيله داده چې دسولې دټينګښت لپاره کار وکړي


تردې مهاله دامريکايانو دبګرام اوګوانتانامو له بدرنګو زندانونو څخه نيږدې ٨٠٠ تنه بيوزله افغانان چې بيګناه نيول شوي وو وروسته له هغي خوشي شوي چې کوم ثبوت يې نه دي پرې پيداکړي .