د امریکا میاشتني پوځی مصارف ۱۲-۱۳ بلیونه ډالره !
د کاناډا د تورنتو سن ورځپاڼې مشهور لیکوال او تکړه څېړونکي اریک مارګولیس نن په دې ورځپاڼّ کی ولیکل چی واشنګټن د سترو مالی او اقتصادی بحرانونو سره مخامخ دﺉ . ورځپاڼه زیاتوی چی امریکا په افغانستان او عراق کی هره میاشت ۱۲-۱۳ بلیونه ډالره پوځی مصارف لری او د روان کال تر پایه به دا دوه جنګونه په ۷۵۰بلیونه ډالره ورته تمام سوي وي . ورځپاڼه لیکی چی واشنګټن د یو تریلیون ډالرو په ارزښت څو هغه کمپنیانی ملی کړې چی د رکود او سقوط سره مخامخ وې او دا « سوسیالیستی » طریقه د امریکا په تاریخ کی هیڅ سارﺉ نه لري . د دې څېړنیز خبر له مخی امریکا نن تر بل هر وخت ډېره پوروړې ده چی د دې پور تقریبأ نیمایی یوازی د جاپان او چین پر باندی دی . خبر وایی چی نن هر امریکایی لږ یا ډېر پوروړی دﺉ چی خلاصون یې نور نو امکان نه لری .