حکومت : یوولس پولیس ووژل سول
رویټر په یکشنبه د کابل څخه خبر ورکوی چی طالبانو د هرات ولایت په سلما بند کی د حملې په ترڅ کی ۱۱پولیس ووژل او ګڼ شمېر نور یې هم زخمیان کړل . یو حکومتی مامور فرهاد حمیدی رویټر ته وویل چی د چشتی شریف د ولسوالۍ مربوط د سلما بند په پروژه کی چی هندی انجینیران یې جوړوی ، نن دا ناببره حمله پېښه سوه خو هندیانو ته څه زیان نه دﺉ رسېدلی . خبر زیاتوی چی طالبانو اوس د جنوب او ختیځ څخه علاوه د هېواد په شمال او لویدیځ کی هم خپلي حملې زیاتی کړي دي .