کور / تازه خبرونه / د اسامه بن لادن د شعرونو مجموعه چاپېږي

د اسامه بن لادن د شعرونو مجموعه چاپېږي

د القاعده غورځنګ د مشر اسامه بن لادن شعري ټولګه بازار ته راوزي.
اسامه بن لادن چي پر امريكا د ۲۰۰۱ كال د سپټمبر د يوولسمي په بريدونو تورن دئ او له هماغه راهيسي يې يوازي ويډيو او آډيو پيغامونه خپرېدل، دا لومړى ځل دئ چي په يوه آډيو پيته كي يې شعرونه خپرېدو ته راوزي.
عرب شاعران تر اسلام دمخه او راوروسته زمانو كي په في البديهه اشعارو او د سوونو بيتونو په اوږدو قصيدو كي شهرت لري، چي له امله يې شاعرۍ د نړۍ په ادبياتو كي ځانته ځانګړى مقام موندلى دئ.
د ښاغلي لادن د شاعرۍ په باب د كلفورنيا پوهنتون پروفيسر فلاګ ميلر وايي اسامه بن لادن يو ذهين شاعر دئ، چي شاعري يې ټوله د جنګي چاپېريال عكاسي يا په ادبي اصطلاح حماسي ده. او د نوموړي شاعري ځكه ارښتناكه ده، چي خپله هم د جنګ د ډګر جنګيالى دئ.
اسامه بن لادن چي خپله هم عرب دئ او دا هم هيڅ عجيبه نه ده چي شاعر دي وي، خو تر دې مخكي نوموړى يوازي د يوه بنسټپاله سياسي لارښود په توګه پېژندل كېدئ.
د ښاغلي لادن دغه شعرونه چي په يوه آډيو پيته كي راوتلي داسي ښكاري چي په بېلابېلو وختونو كي يې د ودونو او خوشحاليو په جلا – جلا غونډو كي ويلي دي، چي ډېر ژر به په كتابي ډول بازار ته راووزي.