د والی مرستیال او ۱۰۰کسه نور مسموم سول

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 22nd, 2008


د استرالیا هیرالډ سن ورځپاڼّ نن خبر ورکوی چی پرون د نورستان د والی لخوا د روژه ماتي د میلمستیا پر مهال د هغوی خواړه مسموم سوي وو چی د مرستیال والی عبدالحلیم په شمول سل حکومتی مامورین او پولیس یو دم ناروغ سول څو چی د ناټو دروغتیایی پرسونلو لخوا ژر تر علاج لاندی راغلل چی وروسته ټول د مړینی له خطره وژغورل سول . ورځپاڼه لیکی چی یو نفر چی ځان یې عجب خان او د طالبانو نماینده معرفی کاوه د دې مسموم کولو مسؤلیت منلی دﺉ . موضوع تر تحقیق لاندی ده .

Copyright Larawbar 2007-2024