کور / تازه خبرونه / په مېرییټ هوټل کی د امریکایانو مشکوک حرکات

په مېرییټ هوټل کی د امریکایانو مشکوک حرکات

د پاکستان انګریزی ژبی ورځپاڼی ( نیوز ) نن خبر ورکړ چی یوه هفته وړاندی په نیمه شپه کی د امریکا د سفارت یو سپین ټرک موټر دغه هوټل ته راغی او د امریکایی څه باندی شلو عسکرو لخوا څو غټ فلزی بکسونه ترې راکښته سول او بېله دې چی د سکېنر تر ماشین ووزي ، د هوټل څلورم او پنځم پوړ ته یووړل سول . دا صحنه عینی شاهدانو ( لکه د محلی پارلمان استاځی او د پیپلز پارټۍ غړي ممتاز عالم ګیلانی او د هغه دوو ملګرو ) په سترګو ولیده . دوی وایی چی د هوټل د ساتونکو په شمول هیچا ته اجازه نه ورکول کېده چی نژدې ورسی یا بکسونو ته لاس وروړي . دﺉ وایی چی تر هغو دا انتقالات ختم سوي نه وو ، موږ ته یې اجازه نه راکول چی ورسو او ما پدې هکله مسؤلینو ته شکایت هم وکړ . نیوز ورځپاڼه په خپل یو بل خبر کی وایی چی د امریکا د دفاع وزارت تصدیق کړه چی د دوی دوه مرین پوځیان د هوټل په دې چاودنه کی وژل سوي دي .