کور / سياسي / په لاس جوړه شوې لوبه او فاسده قيادتونه

په لاس جوړه شوې لوبه او فاسده قيادتونه

په افغانستان كې د ناامنۍ ريښې په ولس كې نه بلكې په واكمنو كې دي، چې واكمنو د نړيوالو ستراتيژيو په لړ كې يوه ړنده او نا تعريف شوې جګړه پر ولس تپلې ده. اوس چې نړيوال غواړي د افغانستان جګړه يوې ټيټې كچې ته راټيټه او يو څه سړه كړي او په مقابل كې امنيت او حالات يو څه مهار او تر كنټرول لاندې راولي، نو د دغه موخې د ترلاسه كولو له پاره په كار ده چې د افغان دولت په اداره كې بدلون راشي او د چارو واګي د نويو او خواخوږو كسانو په لاس كې وركړ شي. پخواني چارواكي زياتره په فساد ككړ دي او د ولس تر منځ يې باور خورا كم شوى، چې د دوى په شتون كې د دولت او حكومت جوړول نه شي كولى ولس له دولت سره نږدې كړي او په هېواد كې سوله راشي.


د موضوع د روښانتيا له پاره په كار ده چې د افغانستان حالاتو ته د نړيوالو ستراتيژيو په رڼا كې كتنه وشي.


د افغانستان د جګړې په اړه نظرونه مختلف دي، خو په سيمه كې د ستراتيژيو د موخې په اړه بيا ټول د سياسي چارو شنونكي په يو نظر دي: افغانستان د تور سمندرګي د تېلو د ستراتيژۍ او د مذهبي بنسټ پالنې قرباني دى.


نړيوال شنونكي په دې نظر دي چې په نړۍ كې دايمي سوله او امنيت هله ټينګېداى شي چې نړۍ سره نږدې او له يوه مركز څخه اداره شي چې ګلوبوليزېشن يې بولي.


د ګلوبوليزېشن سرسخت پلويان د نړۍ ستر صنعتي او بانكي شركتونه دي، چې د نړۍ بې ثباتۍ ته له اقتصادي ليد لوري ګوري. د دغه نظر د خاوندانو ټينګار په دې دى چې د نړۍ نفوس مخ په زياتېدو دى او د نړۍ روان سياسي او اقتصادي حالت يوازې تر 50 نورو كلونو پورې كولى شي د نړۍ خلكو ته ډوډۍ وركړي او د ژوند اسانتياوې ورته برابرې كړي. نړۍ تر ټولو لومړى د انرژۍ له ګواښ سره مخ ده او په دويمه درجه د چاپېريال ساتنې او د خوراكي توكو د كمبود ګواښ راځي. د نړۍ د  تېلو په فعالو زيرمو كې له 38 كلونو وروسته 60 سلنه كمبود راځي چې دغه كمبود د نويو زېرمو په كار اچولو سره بايد جبيره شي.


د نړۍ د تېلو سترې زېرمې چې په اسانه لاس رسى ورته كېداى شي د پارس خليج او تورسمندرګي په سيمو كې دي، چې د پارس خليج نژدې ټولې زېرمې په كار اچول شوي او د تور سمندرګي د زېرمو د وېش او ونډې په سر لاتراوسه وروستۍ هوكړه نه ده شوې او له امله يې په عراق او په ځانګړي ډول په افغانستان، چيچنيا او ګرجستان كې جګړه روانه ده.


د تور سمندر د سيمې هېوادونه له پرمختګ څخه وروسته پاتې دي او په سيمه كې سياسي كشمكشونه هم شتون لري. اوس له دغو زېرمو څخه د ډاډمنې استفادې له پاره دايمي سوله او ثبات اړين ګڼل كيږي او په كار ده چې سياسي كشمكشونو او سركشيو ته پاى وركړ شي.


په دې اړه د ګلوبوليزېشن د پلويانو نظر دا دى چې د سيمې اوسنۍ جغرافيايي پولې ړنګې او دغه پولې له سره د توكميز وېش پر بنسټ جوړې شي. چې په كې د بلوچستان، پښتونستان، ايران، تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، لوى قفقاز، تركستان، پنجابستان او كشميرستان جوړول مطرح دي.


بله نظريه په دې برخه كې دا ده چې د سيمې جغرافيايي وېش زيات وخت نيسي نو د چټك حركت او بدلون له پاره اوس مهال په كار ده چې د سيمې سركشه سياستونه او دولتونه مهار شي. په سركشو دولتونو كې روسيه، ايران، افغانستان او افغان بنسټ پالنه او پاكستان راځي.


د دې دواړو نقشو د پلي كولو له پاره د زور كارولو او جګړې ته اړتيا ليدل كيږي، داسې يوې جګړې ته چې د كنټرول وړ او د نړيوالې ټولنې تر څار لاندې پرمخ لاړه شي، ځكه د سيمې تر ټولو زيانمنونكى هېواد پاكستان، په اټومي وسله سمبال دى او يوه سركشه جګړه كېداى شي اټومي فاجعه رامنځته كړي او له بلې خوا ايران هم بې څه نه دى.


اوس به راشو د افغانستان او عراق جګړې ته. د عراق د جګړې په اړه نظر دا وه چې عراق د ډله ييزې وژنې د وسلو جوړولو په لټه كې واو په داسې وسلو سمبال عراق كولى شول په پارس خليج كې د تېلو زېرمې وګواښي، همدا وو چې بريد پرې وشو او په سيمه كې ګواښ پاى وموند.


د افغانستان د جګړې په اړه نظريات بيا توپير لري:


يو نظر همغه دى چې اعلان شوى، يانې د القاعدې او تندروانو ډبول. د سړې جګړې پر مهال اسلامي تندروان د ناټو له خوا د روسانو او د وارسا ټلوالې پر ضد په عربو، اسيا او افريقا كې جوړ او وكارول شول. په دغه جګړه كې په لوى لاس تندروۍ ته لمن ووهل شوه، د بنسټ پالو د جنګولو له پاره بنسټ پالو ته د دښمن ضد او له دښمن سره نه پخلا كېدونكې روحيه پېچكاري شوه، د دغې روحيې د پېچكاري كولو له پاره د لويديځ د استخباراتو له خوا ورته منظم دوكتورين جوړ شول او اسلامي ډلو او مدرسو ته يې لاره وركړه. لويديځې نړۍ چې كوم ښامار په خپل لاس پنځولى او را لوى كړى و، له همغه لومړي سر څخه له دغه ښاماره عامو لويديځوالو وېره درلوده، چې دغه ښامار ګوندې يوه ورځ دومره ستر او پياوړى نه شي چې نور له كنټرول څخه ووځي او خپله مخه د دوى په لور وګرځوي. خو دغه ښامار هغه مهال د لويديځ د ګټو او ميدان ګټلو له پاره اړين و، د شوروي په له منځه تلو سره دا وېره نوره هم زياته شوه چې اسلامي بنسټ پالان به هرو مرو له لويديځ سره په جګړه كې كېوځي او منګولې به سره ماتوي، نو د شوروي او وارسا په له منځه تلو سره يو شمېر لويديځوال په دې اند وو چې د وارسا په له منځه تلو سره بايد د دغه ښامار چاره هم وشي، ځكه د كمونېزم له ايډيالوژۍ وروسته كوم څه چې د دوى په فكر نړۍ يې ګواښله هغه القاح او ايډيالوژيكي شوى اسلام و.


يوه ډله شنونكي په دې اند دي چې د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه كېداى شي د بنسټ پالو د كمزوري كولو او له منځه وړلو د پروژې يوه برخه وي.


بله ډله شنونكي بيا د لومړۍ ډلې د شنونكو پر خلاف نظر لري او وايي چې د ترهګرۍ ضد جګړه يوه لوبه ده او دغه لوبه د امريكې او ناټو له خوا د تور سمندرګي د تېلو زېرمو ته د رسېدو له پاره جوړه شوې ده. دوى په دې استناد كوي چې د نيويارك برجونه په بوينګ الوتكې سره نه بلكې په ځانګړو راكټونو سره چې بوينګ الوتكې ته ورته دي، نړول شوي. دوى له تخنيكي پلوه په بوينګ الوتكې سره د دغو برجونو وهل او هم په نوموړې تودوخې سره چې په ماڼيو كې له لګېدلي اور څخه رامنځته شوې وه د ماڼيو ټولټال نړېدل ناشوني بولي او وايي چې دغه كار په هغو توكو سره ترسره شوى چې پولاد په اسانه سره ويلې كولى شي او له مخكې څخه په ټولو منزلونو كې ځاى پر ځاى شوي وو. ځينو عيني شاهدانو هم دغه خبره تاييد كړې ده.


دوى د لوبې د اړتيا په اړه وايي چې د امريكې په سياسي، استخباراتي او پوځي كړيو كې او د ناټو غړو هېوادونو تر منځ د تور سمندرګي د تېلو ستراتيژۍ پر سر اختلافونه زيات وو او د دوى تر منځ د يووالي او همغږۍ رامنځته كول د يو بهرني ګواښ له شتون پرته يو ستونزمن كار او ناشوني وو، نو همدا وو چې د يو بهرني ګواښ ډرامه يې رامنځته كړه او د القاعدې په نوم مافيا يې چې له امريكې سره نږدې اړيكې لري د دغې لوبې د ترسره كولو له پاره د يو بهرني ګډ ګواښ په توګه وټاكله او د دغې ډلې مشر او ډله يې په افسانوي ډول غټه كړه.


د دغه نظر خاوندان وايي چې بن لادن او ايمن الظواهري د سي اۍ اى ډېر باوري غړي دي، بن لادن له 17 كلونو څخه زيات د سي اۍ اى غړى پاتې شوى او په امريكې كې د ده كورنۍ د بوش له كورنۍ سره ګډ شركتونه او ګډه سوداګري لري چې همدا اوس هم په منظم ډول روانه ده.


دوى وايي او اسناد وړاندې كوي چې د نيويارك د برجونو له نړېدو دوه مياشتې مخكې بن لادن د پښتورګو د ناروغۍ له امله د متحده اماراتو په يو امريكايي روغتون كې بستر و او عيادت ته يې د اسيا له پاره د سي اۍ اى مشر او د سعودي عرب او يو شمېر نور عرب استخباراتي او غير استخباراتي چارواكي ورغلي وو. دوى بل سند دا وړاندې كوي چې د نيويارك له بريد څخه يوه شپه مخكې بن لادن د لاهور په يو پوځي روغتون كې بستر و، دوى په دې اړه د روغتون د راجستر سندونه هم لري. دا په داسې حال كې وو چې بوش بن لادن د امريكې لومړۍ درجه دښمن باله او د ده په سر يې څو مليونيزه جايزه ټاكلې وه. دوى په پايله كې وايي چې په دغه لوبه كې له امريكې او ناټو سره د عربو او پاكستان استخبارات هم ونډه لري.


دوى له اسلامي تندروانو سره د امريكې او د ناټو په اړيكو رڼا اچوي او وايي چې داسې نه ښكاري چې ګوندې امريكه او ناټو دې له خپلو روزل شويو او لاسپوڅو ملېشو سره په دښمنۍ كې كېوتي وي. دوى وايي،     


د شوروي او وارسا له ماتېدو وروسته چې كله سړه جګړه پاى ته ورسېده، ډېر ژر دغه تندروو ډلو ته نوي پروګرامونه جوړ شول او هغه په ختيځه اروپا كې د وارسا د پاتې شونو ځپل او په روسانو باندې د محاصرې د كړۍ تنګول او همدا راز پر كوېټ باندې د عراق تر بريد وروسته د عراق حكومت پر ضد جنګېدل وو. 


د دغو ډلو پر مټ د ختيځې اروپا د وارسا ټلوالې هېوادونه لكه يوګوسلاويا، چكوسلواكيا او نور ښه وډبول، ټوټې_ټوټې او د ناټو مطيع وګرځول شول. د پاكستان د استخباراتو او القاعدې تر څارنې لاندې په زرګونو د اسلامي ګوند ملېشې د شوروي له امپراطورۍ څخه نويو ازاد شويو هېوادونو لكه ګرجستان، چيچنيا، ازربايجان او نورو ته د ورانيو او ناټو د پروژو د تطبيق له پاره واستول شول.


ناټو چې كله په ختيځه اروپا او تورسمندرګي كې برلاسې شوه، نو دغو ډلو ته اړتيا يو څه كمه شوه او د يو څه وخت له پاره ډېرى دغه ډلې بېكاره پاتې شوې او په خپلو منځو كې په افغانستان كې د واك پر سر سره كېوتل، چې هماغه د مړو نڅولو، د تيونو د پرې كولو او پر سرونو د مېخ وهلو لوبې وې.


كله چې ځينې دغه ډلې د امريكې او ناټو له سخاوت څخه محرومې شوې، نو د پيسو او وسلو د ترلاسه كولو له پاره تر ځمكې لاندې نوي تونلونه يې جوړ او يا كه مخكې جوړ شوي وو لاپسې ټينګ او پياوړي شول لكه د شمال ټلوالې او شيعه ډلو چې له روسيې، پاكستان او ايران سره ډېرې نژدې شوې.


كله چې امريكه او ناټو د ختيځې اروپا او د پارس په خليج كې د صدام حسين له جنجاله يو څه وزګاره شول، نو د سعودي عرب، اماراتو او پاكستان له استخباراتو سره يې په ګډه د تور سمندرګي د ستراتيژۍ د پلي كولو لوبه رامخته او په دې موخه يې انټرنشنل اجيره اردو يا القاعده سيمې ته راواستوله او طالبان يې رامنځته كړل. د


دغه ډلو شنونكو په اند د القاعدې او طالبانو ايتلاف سيمې ته د امريكې او ناټو د ځواكونو د راتلو له پاره د بهانې او لارې هوراولو په موخه و. 


دوى په طالبانو سره يوازې دومره غوښتل چې شمال ټلواله پرې تنګه او مجبوره كړي، چې ځانونه د ايران او روسيې له برمتې څخه خلاص او د دوى غېږ ته وغورځوي. لويديځ چې كله وليدل چې د شمال ټلواله په بشپړ ډول ګوشمالي شوې او له ګړسپه وتې او نور هندو ته ماما وايي، نو خپلې غېږې ته يې وغوښته او له دوى سره يې يو لړ تړونونه وكړل او د راتلونكو پروژو په موخه يې ګډ ايتلاف جوړ كړ.


امريكې په دولت كې د لوړو څوكيو په وركولو سره د شمال ټلوالې ته حق السكوت وركړ او په دې يې رضا كړه چې ډزې به نه كوي او كرار به كېني. دا ځكه چې امريكې د لوبې د ادامې له پاره د افغانستان سويل پښتني سيمې په ګوته كړي چې ټولټال د پاكستان او امريكې په محاصره كې دي او د دوى له خوا په اسانه څارل كېدى شي او برعكس د شمال ټلوالې له ښورښ څخه له دې امله ويرېږي چې د روسانو او ايرانيانو په ګاونډ كې دي او د جګړې پر مهال د دوى له خوا په اسانه سره اكمالېداى او جګړه په كې د دوى له كنټروله په اسانه وتى شي. پښتني سيمې چې له مخكې نه تندروانو له سياسي مشرانو څخه خالي كړي او خپلې منګولې يې پرې ښخې كړي، وېره او خپسه په كې خپره ده او له دوى پرته بل ځواك  نشته چې د سيمې په چارو كې رول ولوبولى شي، نو د امريكې او ناټو د لوبې د ادامې له پاره تر ټولو ښه سيمه بلل كېداى شي.


د شنونكو په اند امريكا غواړي په دغه سيمه كې جګړه جاري وساتي او په دې سره نړيوالو ته د يو دوامداره ګواښ شتون پرې تمثيل كړي او د خپلې پوځي ټلوالې دوام او د خپلو سيالانو همكاري پرې ډاډمنه كړي.


له دې سربېره امكان لري په لرې راتلونكې كې امريكه او ناټو له دغې جګړې څخه په سيمه كې د سياسي او جغرافيايي بدلونونو له پاره هم كار واخلي، چې په دې توګه جګړه كلونه كلونه دوام پيدا كوي چې قرباني به يې بيا هم پښتانه وركوي.


دوى د پښتنو د عامو وګړو پر بې خبرۍ او قربانۍ خواشيني څرګندوي چې په خبرۍ سره د تېر په څېر جګړې ته د تقدس په سترګه ګوري او چمتو دي چې تر فاسد قيادت لاندې وجنګيږي او د يو اسلامي نظام د جوړولو خوب يې رښتيا شي. خو له روسانو سره د افغان ولس د جهاد تجربې لا دا پخوا ښودلې وه چې د تندروانو د پلورل شويو مشرانو په شتون كې ناشوني ده چې د افغانانو د اسلامي نظام د جوړولو خوب رښتيا شي.


د دغې نظريې د خاوندانو نظر په لاندې دلايلو سره هم يو څه رښتيا ته نږدې ښكاري.


لومړى دا چې د نيويارك د پېښې په اړه ترسره شويو څېړنو او پلټنو هيڅ يو ونه كړاى شول چې پر پېښې د نيونې كوونكو پوښتنو ته ځواب ووايي.


دويم دا چې كه د القاعدې او تندروانو مشران په رښتيا هم د امريكې رښتيني دښمنان واى، نو تر اوسه به په جګړه كې هرو مرو وژل شوي او د پيسو سرچينې به پرې تړل شوې واى. دا په داسې حال كې ده چې تر اوسه په دې جګړه كې تر 40 زرو زيات كسان وژل شوي او بې كوره شوي دي.


درېيم عيني شاهدانو او استخباراتي معلوماتو په ډاګه كړې چې د طالبانو، القاعدې او تندروانو مشران په پاكستان كې هسكه غاړه ګرځي او د پاكستان د استخباراتو له ملاتړ څخه برخمن دي.


څلورم دا چې امريكه او ناټو د سولې هوډ نه لري، پر جګړه ټينګار لري او په خپلو مخالفينو داسې شرطونه ږدي چې هغوى ته د منلو وړ نه وي او لوبه په داسې بڼه مخته وړي چې معلول په كې له علل څخه توپير نه شي او حالات په خړپړتيا كې وساتل شي. امريكه او ناټو په ښكاره له طالبانو سره جوړ جاړى او خبرې كول ردوي او د دوى د ځينو مشرانو نومونه يې په تور ليست كې راوستي دي، چې دا د دوى له خوا د جګړې د نه بندولو هوډ ښيي. په دا منځ كې يو شمېر افغان چارواكي هم لكه ملاچرګك دې خوا او اخوا ټونګې وهي او د حالاتو له خړپړتيا سره مرسته كوي. كرزى وايي چې چمتو دى له ملاعمر او حكمتيار سره خبرو ته كېني، خو ادرس يې نه لري چې دوى چېرته دي، خو دا بيا په داسې حال كې دي چې د همدغو كسانو ادرسونه له ځانه سره پاكستان ته وړي او د پاكستان چارواكو ته يې وركوي او له هغوى غواړي چې په دغو ادرسونو د القاعدې مشران ونيسي او دوى ته يې وسپاري. 


طالب مشران هم په اوتو بوتو لګيا وي، كله له ځانه معصومانه تصوير وړاندې كوي او كله بيا په جګړو ټينګار لري، په هېواد كې د سولې له پاره روښانه كړنلار او تصوير نه وړاندې كوي او د حالاتو له خړپړتيا سره مرسته كوي. دوى له دولت او امريكې سره د خبرو كول ردوي او شرط وړاندې كوي چې تر څو بهرني ځواكونه له سيمي څخه وتي نه وي، دوى له چا سره خبرې نه كوي او دا هم نه وايي چې د بهرنيانو له وتو وروسته به نور څوك بيا وجود ولري چې دوى به ورسره خبرې كوي او هم نه روښانوي چې د سولې او امنيت د ټينګولو له پاره د بهرنيانو له وتو وروسته څه كولى شي او ولس ته به د خپلو اجراتو او د هېواد د راتلونكې په اړه څه تضمين وركوي. دا په داسې حال كې دي چې دوى يو ځل مخكې هم تجربه شوي او د خپلې واكمنۍ پر مهال يې ونه كړاى شول په ټول هېواد ولكه ټينګه كړي او سوله راولي. بل پلو ډېرى هېوادوال ورسره د دولت د نظام او سياست پر سر په يوه خوله نه دي او دوى هم خپلې كړنلارې او تګلارې له افغانانو پټې ساتي او لكه د پخوا په څېر تر ځمكې لاندې پاليسيو سره د  واك د ترلاسه كولو او پر حاكميت د ځان تپلو هڅې پر مخ بيايي.


لا تر دې بدتره دا ده چې د خپلو مخالفينو د هر عمل پر ضد متقابل غبرګون نه بلكې موازي غبرګون ښيي او لكه د هغوى په څېر د حالاتو له خړپړتيا سره مرسته كوي، كومه پاليسي چې د جګړې د ادامې له پاره د افغان دولت او بهرنيانو له خوا پر مخ بيول كيږي. كه دوى په رښتيا معصومه واى او د خپلو مخالفينو د بريد او ظلم نښه ګرځېدلي او له هغوى سره په ګډه لوبه كې شريك نه واى، نو دوى به د خپلو مخالفينو له نيمګړتيا او كمزورتيا ګټه اخيستى او د هغوى له عمل سره موازي غبرګون نه بلكې متقابل غبرګون ښوداى. دوى هم خبرو او سولې ته داسې شرطونه وړاندې كوي چې متقابل لوري ته د منلو وړ نه وي او خپل غوڅ بري ته ډنګرۍ وهي او مقابل لورى هم ورته چلن كوي.   


پنځم دا چې امريكه د مشروع دفاع نړيوال حق او په نړۍ كې د سولې، امنيت، ډيموكراسۍ او عدالت د ټينګښت او محكمې ته د جنګي جنايتكارانو د سپارلو تر شعارونو لاندې خپلې جګړې ته د مشروعيت بښلو هڅه كوي او له بل پلوه خپله جنګي جنايتونه ترسره كوي او د افغان ولس د برخليك ټاكلو، ملي حاكميت او ځمكنۍ بشپړتيا حقونو ته په درناوي قايل نه دي او د افغان ولس قاتلين او جنګي جنايتكاران يې تر څنګه نيولي او خپله جګړه او هڅې پرې پر مخ بيايي. دوى د افغانستان په ټولو چارو كې لاس وهي او كولى شي د خپلو پلويانو صندقونه د ټولټاكنو پر مهال له رايو ډك كړي او واك ته يې ورسوي او د پارلمان او كابينې څوكۍ ورته وبښي. دغه متناقض او د يو بام او دوې هوا سياست پخپله د جګړې د ادامې په مانا دي، نه د سولې.


د دولت مخالفين په هېواد كې د بهرنيانو شتون د ناامنيو او جګړو لامل بولي او د افغان دولت چارواكي بيا په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو شتون د سولې او امنيت له پاره ډاډ او شرط ګڼي. يانې بيا هم هغه معلول ته د علل ګرځولو لوبه.


خو د سولې حقيقت بيا ولس ته د پرېكړو د واك ګرځول او سپارل دي. ولس په غوڅ اكثريت سره په واك كې نه طالبان غواړي او نه د هغوى د تېر په څېره واكمني، نه د دولت اوسني مفسده چارواكي او نه د دوى فسادو كراسي، نه بهرني پوځونه او د دوى وژل كراسي. افغان ولس افغاني ټيپ يو اسلامي ډموكرات نظام او خواخوږي چارواكي غواړي چې سوله او امنيت ټينګ كړي، خلكو ته كار ومومي او هېواد د ودې او پرمختګ پر ليكه سم كړي او تر څو چې نوموړې موخې ترلاسه كيږي د بهرنيانو ملاتړ او شتون اړين بولي، نه د دوى دايمي شتون غواړي او نه د تېر په څېر له هېواد څخه د بهرنيانو وتل، چې د ډاكتر نجيب الله پر مهال له نظام جوړولو پرته ترسره شول او په هېواد كې د واك پر سر د ډېرو بدو تباه كوونكو جګړو لامل شول.


شپږم د جګړې ټولې غاړې د سولې، سولې نارې وهي خو يوه غاړه هم د سولې له پاره كړنلار او پلان نه لري او يوازې په دې سره د عامه نظر د خپلولو هڅې كوي. په افغانستان كې سوله له يوې ستراتيژۍ او نړيوالې هوكړې پرته نه شي راتلاى او د جګړې بندولو او سولې له پاره ځينې مخكېني تشكيلات او اقدامات اړين دي چې بايد ترسره شي. 
 


   لومړى بايد د سولې له پاره نړيواله هوكړه ترلاسه او بيا د سولې خبرو كولو له پاره يوه خپلواكه او نا پېيلې جرګه جوړه او ادرس ورته وټاكل او پوره صلاحيت ورته وركړ شي.


دغه جرګه په ټولو ښكېلو غاړو فشار واچوي چې جګړه بنده او بيا ټولو غاړو ته د خبرو له پاره بلنه وركړي او د ښكېلو غاړو د استازو تر منځ د نېغو خبرو له پاره زمينه برابره كړي.


نړيواله ټولنه د جرګې د پرېكړو په پلي كولو كې مرسته وكړي.


كله چې د جګړې ټولې ښكېلې غاړې شفافيت مسخه كوي، د خپل مخالف لوري پر ضد د متقابل غبرګون پر ځاى موازي غبرګون ښيي او د حالاتو خړپړتيا ته په ګډه سره لمن وهي، نو د داسې ډلو تر منځ مخالفت يو له سازش او لوبې څخه پرته نور څه نه شي كېداى او نه د داسې چارواكو او مشرانو په شتون كې سوله راتلاى شي چې د پردې تر مخ دښمنان او تر شا يې دوستان وي.  


دا ډول كړنې په خپله دا ښيي چې د جګړې دواړه لوري د يوې پټې موخې له پاره جنګيږي او هغه څه چې په ښكاره عنوانيږي، هغه موخه نه بلكې نور څه دي.


لنډه دا چې په دواړو لوريو كې قيادت د افغانانو د ګټو پر خلاف دى او د دوى تر قيادت لاندې هغه موخې چې په ښكاره عنوانيږي ترلاسه كېداى نه شي. په افغانستان كې د سولې، امنيت، عدالت او قانونيت د ټينګښت له پاره په كار ده چې افغانان په دواړو لورو كې برحاله قيادت سبوتاژ، تر ځمكې لاندې قيادتونو ته پاى او پر ځاى يې ولسي او برالا قيادت رامنځته كړي.