کور / خبرتیا او پيغامونه / استريا : د کوچني اختر په مناسبت مېله جوړيږي

استريا : د کوچني اختر په مناسبت مېله جوړيږي



د افغان ولس کلتوري ټولنې خبرليک  



 


د افغان ولس کلتوري ټولنې لخوا داوتريش په پلازمېنه ويانا ښار کې د کوشني اختر د رارسېدو له امله د افغانانو د خوښۍ، د افغاني کلتور د لاځلونې او. يېژندګلوۍ لپاره يو هنري پروګرام (کنسرت) په پام کې نيول شوی دی . 
 


په لندن کې مېشت ځوان سندرغاړی ښاغلی لطيف ننګرهاري به د.محمد يوسف  محمود «تبله غږوونکي» او عبيد رزاق زاده «کيبورد غږوونکي» به ملتيا ستاسې دخوښۍ لپاره خوږې سندرې واوروي . 


افغان ولس کلتوري ټولنه د همدې خبر په خپرولو سره ټولو  مينه والو ته په دې کلتوري جشن کې د ګډون بلنه ورکوي .  


په درنښت


د ټولنې د مشرتابه جرکه


وين / اوتريش 


 
 
مهال:  دمازيګر شپږ(۶)بجې  


 نيټه:  دشنبې ورځ، د ۲۰۰۸ ز کال د اکتوبر څلورمه  04-10-2008


پته:


Adolf Schärf Heim  


Lorenz Müllergasse 1  


1200 Wien    
 
 


افغان ولس کلتوري ټولنه 
 


A f g h a n   W u l a s 
 


Verein zur Förderung der afghanischen Kultur in Österreich


Hanreitergasse 13/4/18, 1210 Wien, Afghan_wulas@yahoo.de


ZVR: 495376525